1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې د سیاسي حل له پاره د پوتین هڅي

۱۳۹۶ آبان ۲۳, سه‌شنبه

روسیې له پوځي اړخه د سوریې په کورنۍ جګړه کې پاڼه واړوله، خو اوس هم پوتین د یوې سیاسي حل لاري په لټه کې دی او غواړي ترکیه په دې قانع کړي. په سوریه کې د هوایي بمباریو په ترڅ کې د ملکي کسانو د وژل کیدو رپوټ هم ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2naEu
Russland Recep Tayyip Erdogan und Wladimir Putin in Sotschi
انځور: Getty Images/AFP/A. Nikolosky

د روسیې په سوچي کې ملاقات څلور ساعته دوام وکړ. تر هغه وروستې د کریملین مشر ولادیمیر پوتن او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په دې باندې توافق شوی دی چې د سوریې په کړکیچ کې د سیاسي حل له پاره هلي ځلي ادامه ومومي.

د روسیې ولسمشر پوتین د دې له پاره د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر سره یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړې وه. پوتین او دونالد ترمپ په ویتنام کې د اپیک د سرمشریزي په څنډه کې یوه بیانه خپره کړې وه. پوتین ویلي ول چې پر نورو سربیره دا موضوع مطرح ده چې پر تروريستي ډلي داعش باندي برلاس توب تر لاسه شي او د سوریې خپلواکمني وساتل شي.

اردوغان له پوتین سره تر ملاقات دمخه پر دغي بیانیې باندي انتقاد کړی وو او ویلي یې ول، که چیري د سوریې له پاره کومه پوځي حل لاره نه وي، لکه څرنګه چې په دغه بیانیه کې راغلي دي نو بیا باید روسیه او همداشان متحد ایالات له دغه ځایه خپل ځواکونه وباسي. خو اوس د ترکیې ولسمشر یوازي دا ویلي دي، چې دغه بیانیه مهمه ګڼي.

خو په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د سوریې د قومونو پلان شوې کنګرې په هکله دواړو ولسمشرانو کوم نظر څرګند نه کړ. روسیه غواړي چې په دغه کنګره کې تر جګړې وروسته د دغه جګړه ځپلي هیواد په نورو برخو کې د نظم په هکله سلا مشورې وکړي.

په دغه کنګره کې د سوریې دیموکراتیک اتحاد ګوند (وای پي دي) ته هم بلنه ورکول کیږي. دغه ګوند د انقرې له لوري د منع کړی شوي کردي کارګر ګوند (پې کې کې)، د یوې څانګې په توګه انګیرل کیږي. همداشان د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري دوه نور کردي ګوندونه د بلنې په ليست کې شامل دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولي، ته ویلي دي چې هيواد يې د دغه کنفرانس پر ضد نه دی. خو هغه ویلي دي: «البته د دغه کنفرانس کیفیت مهم دی. ترهګري ډلې باید را و نه بلل شي.»

خو د دغه کنګرې له پاره کومه نیټه لا مشخصه شوې نه ده. په اصل کې د نوامبر میاشتې د ۱۸ نیټې یادونه کیده، خو اوس کرملین ویلي دي چې احتمالا یوه بله نیټه ټاکل کیږي.

Syrien Luftangriffe in Aleppo
د سوریې په اتارب ښار کې ویجاړ شوی مارکیټانځور: picture-alliance/abaca/E. Karaca

د خبري آژانسونو په حواله مسکو له میاشتو راهیسې د خپل تصور له مخې د سوریې د کړکیچ حل لاري موندلو له پاره فشار راوړي. له پوځي اړخه روسیې او ایران د بشارالاسد له پوځ سره د زیاتو سیمو په نیولو کې مرسته کړې ده او داعش په دغه هیواد کې خپل مهم ځایونه له لاسه ورکړي دي. له بل اړخه کردي ډلو ټپلو او د اسد نور مخالفین هم په دې توانیدلي دي چې په سوریه کې ډیري سیمې ونيسي. د پوتین په خبره «په سوریه کې تاوتریخوالی کم شوی دی.»

هوایي برید ملکي کسان وژلي دي

د پوتین او اردوغان د ملاقات په ورځ (دوشنبه د نومبر ۱۳مه)، د فعالانو په وینا د سوریې په شمال لویدیځ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۳ انسانان وژل شوي دي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د ۲۱ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي، چې پکښې ډیر ماشومان هم شامل دي. خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د حلب ولایت په اتارب ښار کې پر یوه مارکیټ باندې برید د سوریې هوایي ځواکونو کړی، که د روسیې هوایي ځواک.

اتارب ښار د حلب د مرکز برعکس د یاغیانو په لاس کې دی. د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د اتارب ښار پر بازار باندي درې بریدونه شوي دي. دغه سازمان د سوریې د حکومت مخالفینو ته نزدې دی. هغوی په سوریه کې معلومات د خپلې شبکې پر مټ راټولوي، خو د یوې آزادې سرچینې له لوري د دغو معلوماتو ارزول ګران کار دی.

زموږ له ارشيف څخه: