1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوریه کې بمبارۍ ملکیان وژلي دي»

۱۳۹۶ آذر ۶, دوشنبه

د رپوټونو له مخي د سوریې ځواکونه چې روسيه يې ملاتړ کوي، په ټول هیواد کي يې خونړي بریدونه پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په هکله د سولې مذاکرات هم په ژنیو کې پیلیږي.

https://p.dw.com/p/2oKKP
Syrien Assad-Regime unternimmt Angriffe auf Ost-Ghouta
انځور: picture-alliance/abaca/S. Tatin

د نوامبر میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو د سولې د خبرو اترو په درشل کې د سوريې حکومت چې د روسیې ملاتړ هم لري، په ټول هیواد کې بریدونه پیل کړي دي. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د شنبې او يکشنبې په ورځو د دغو بریدونو په پایله کې په لسونو ملکي کسان هم وژل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا د پلازمېنې دمشق په اطرافو کې د یاغیانو تر کنترول لاندې غوطه سیمه کې هوایي بمبارۍ او د توپونو فیرونو د یکشنبې په ورځ د څلور ماشومانو په شمول ۲۳ تنه وژلي دي.

د بشري حقونو د څار نوموړي سازمان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دیر الزور ولایت کې د داعش په کنترول الشفاح کلي کې د ۲۱ ماشومانو په گډون ۵۳ ملکیان هغه وخت ووژل شول چې د روسیې په هوايي بمباریو کې د هستوګنې یوه ودانۍ ولګیده.

دغه سازمان چې د سوریې اپوزیسیون ته نزدې ګڼل کیږي په سیمه کې د خپلو سرچینو د شبکې پر مټ معلومات راټولوي. د دغه سازمان په وینا دوی په هوایي بریدونو کې استعمالیدونکي الوتکې د موقعیت، د پرواز له بیلګو او د استعمال شوو وسلو له لارې مشخصوي.

ګواښونکی بشري کړکیچ

د غوطه په ختیځ کې یاغیان کابو له اوو کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو پر وړاندي جګړه پر مخ وړي. خو د حکومت له لوري کلابندي په سیمه کې د یوه بشري ناورین سبب شوې ده، چې خلک د دارو درملو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام په روانه اوونۍ کې په خپاره شوي یوه رپوټ کې ویلي دي چې د غوطه ختیځ ته د خوراکي توکي انتقال هم ورو دی او اوسیدونکي دې ته اړ دي چې خراب شوي خواړه وخوري او ماشومان هم هره ورځ خواړه نه شي تر لاسه کولای.

د اپوزیسیون ځایي شورا ویلي دي چې د حکومت له لوري د بمباریو زیاتیدو خلک دې ته اړ کړي دي چې په نا امنو سیمو کې پناه واخلي او ښایي دا کار د ناروغیو د زیاتیدو سبب وګرځي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې د خبري اتري د نومبر پر ۲۸مه نیټه بیرته په ژنیو کې پیلیږي. تر دې دمخه د خبرو اترو څو دورې بې له کومې پایلې ختمې شوې وې. ښکیل اړخونه په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمیدو او یا د یوه سیاسي انتقال په هکله کوم توافق نه وو رارسیدلي.

(s.r/n.z (AP, AFP, Reuters

زموږ له آرشیف څخه: