1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په سوات کې د طالبانو پر ضد احتمالي پوځي عملياتو ته چمتووالی؟

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

په سوات کې د طالبانو د بيا فعاليت په نتیجه کې د پوځي عملياتو خبرونه زيات شوي دي. خو تر اوسه په رسمي توګه دا خبره تائيد شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/4HFxC
Pakistan Swat Tal Mingora
انځور: Hasham Ahmed/AFP/Getty Images

د سوات په بېلا بيلو سيمو کې د امنيتي پوستو له جوړولو، د اس اس جي د ځانګړو کماندو سيمې ته ورتګ، په غرنيو سيمو کې د ځواکونو ميشتيدل او له پوليسو سره په ګډه د چاڼيزو عملياتو د ترسره کولو له کبله داسې انګیرل کیږي چې په څو ورځو کې به د طالبانو پر وړاندې پوځي عمليات پېل شي. پر دې سربیره په سوات او له دغه سيمې څخه پر وتلو لارو هم تلاښۍ ډېرې شوي دي.

بل لوري ته د پاکستان حکومت او اړونده ادارې تر اوسه د دې ډول عملياتو خبر ردوي او سيمه ایز چارواکي، پولیس او د حکومت استازي هم چپه خوله دي او له هر ډول څرګندونو ډډه کيږي.

اندېښنې ولې پر زياتېدو دي؟

د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې د طالبانو د بيا راڅرګنديدلو په اړه خبرونه لومړی په اګست میاشت کې ورکړل شول. د اګست پر ۸مه نېټه د سوات په مټه کې د سيمه د پوليسو د مرستيال مشر پير سيد او د امنيتي ځواک د نورو غړيو تر تښتونې وروسته يوه ويديو خپره شوه او تر هغه وروسته په سوات کې د طالبانو د شتون په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

په پاکستان کې د طالبانو ضد قومي مشر په ګډون اته کسان وژل شوي

د طالبانو د يوه قوماندان يو صوتي پېغام هم خپور شوی وو چې په هغه کې ويل شوي ول چې دوی د پاکستان له حکومت سره د احتمالي مذاکراتو په نتيجه کې بيرته راستانه شوي دي.

تر دې پېښې وروسته پر حکومت او امنيتي ادارو سختې نيوکې وشوې او بيا وويل شول چې طالبان له سيمه ایزې جرګې سره تر مذاکراتو وروسته بيرته تللي دي. د دې خبر تر خپريدو يو ورځ وروسته داسې انځورونه نشر شول چې پکې ليدل کیدل چې د مټې په بالاسور او کناله سيمو کې د پوليسو د تلاښۍ مرکزونه رامنځته شوي دي.

د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي له خپلي کورنۍ سره وژل شوی

د سوات د کبل په بره بانډه کوټکۍ کې د اګست پر ۱۴مه د امن کميټې د يوه مشر ادريس خان پر موټر د ريموټ کنترول بم چاودنه وشوه چې په نتيجه کې یې د نوموړي او دوو پوليسو په ګډون اته کسان ووژل شول. طالبانو د دې برید پړه ومنله.

تر دې وروسته په سوات کې د تښتونې يو شمير نورې پېښې هم رامنځته شوې. د امنيتي چارو د کارپوهانو په حواله دا پېښې په سوات کې د طالبانو شتون ثابته وي او هلته د ویرې فضا حاکمه شوې ده.

خلک به یې اوس ونه زغمي

له تاوتريخوالي ډکو پېښو وروسته د سوات خلک مظاهرو ته راووتل. د سوات په مرکز مينګوره کې هم د يکشبنې په ورځ د سوات د قومي جرګې له خوا د سولې په ملاتړ او ترهګرۍ پر ضد مارش وشو چې د حکومتي ګوند پر استازو سربیره پکې د نورو ګوندونو استازو هم ګدون درلود. په دې مظاهره کې طالبانو ته ښکاره پېغام ورکړل شو چې عوام به دا ځل مقاومت وکړي او په هيڅ صورت به پرې نږدي چې امنيت ته زيان ورسيږي.

په سوات کې تر مظاهرو ووسته د پوځي عملياتو د ترسره کیدو امکان په راڅرګنديدو دی. د پاکستان د پوځ «ناين ان ال آې» قطعه سوات ته رسېدلې ده. دې قطې د ۲۰۱۰م کال په پوځي عملياتو کې هم ونډه اخيستې وه.

پر دې سربیره د سوات په چاوڼۍ کې يوه پوځي لوا هم ځای پر ځای شوې ده. د خيبر پښتونخوا معتبرې او سترې ورځپاڼې «مشرق» هم خبر ورکړی دی چې د طالبانو پر ضد په عملياتو کې د ګډون له پاره د اس اس جی ځانګړي کوماندويان هم سوات ته رسېدلي دي.

خو په دې اړه په سوات کې د پوځ د عامه اړيکو څانګې له خوا هیڅ ډول معلومات نه ورکړل شوي او نه هم په دې اړه څه ويل شوي. بل لوري ته په پيښور کې د پوځ د عامه اړيکو له څانګې څخه میجر عبدالرحمان وايي چې په سوات کې هيڅ ډول عمليات نه کيږي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله هم له رسنيو سره د خبرو پر وخت وويل چې په سوات کې د ترهګرو د شتون خبرونه درواغ دي او امنيتي ادارې په تيارسۍ حالت کې دي.

ژورناليستان: نه راته ويل کيږي چې څه به وشي

د سوات د پوليسو له خوا د ممکنه عملياتو په اړه خبريالانو ته معلومات نه دي ورکړل شوي. د انور انجم په نوم يوه ژورناليست وويل چې په څو ځلي یې د سوات د پوليسو له مشر او نورو چارواکو سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بريالی نه شو.

د معتبرو سرچينو په حواله د سوات په شلو سيمو کې طالبان ليدل شوي دي. په مټه سيمه کې د ډېرو طالبانو د شتون خبر ورکړل شوی دی. دا سيمه په ۲۰۰۹م کال کې د تحريک طالبان پاکستان پوخ سنګر وو. پر دې سربیره په خوازه خیله، آله آباد، دکوړک، چارباغ، مالم جبه، بره بانډه، کوزه بانډه، بنجوټ او د ايلم په غرونو کې هم د طالبانو د شتون خبر ورکړل شوی دی.

په داسې حال کې چې په نورو سيمو کې یې هم د شتون په اړه شکونه څرګنديږي، په پورته ذکر شويو سيمو کې یې شمير د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ ښوول شوی دی. پوليسو او پوځ په دې منځ کې ګډ چاڼيز عمليات پېل کړي دي. د پوليسو يوه افسر د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې داسې خبرونه مو ترلاسه کړي دي چې دا ډله په هغو غرنيو سيمو کې يوځل بيا د پښې  ټينګولو هڅه کوي، چې مخکې یې تر کنترول لاندې وي.

د خيبر پښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سیف په سوات کې د وسله والو د شتون او د پوليسو د چاڼيزو عملياتو د پيلولو خبر تائيد کړی خو د پوځي عملياتو په اړه یې څه ونه ويل.

نوموړي له يوې بهرنۍ رسنۍ سره د خبرو پر وخت وويل چې طالبان په دومداره توګه په کومه سيمه کې ميشت شوي نه دي، هغوی په خاموشۍ سره ګرځي راګرځي او هلته یې ځيني ملاتړي لا دمخه هم موجود دي.

نوموړي زياته کړې چې هغه دا خبره نه شي تائیدولی چې آیا هلته د  ماضي په څېر د کومو عملياتو پلان شته او که نه، ځکه د دې پريکړې صلاحيت د فدرالي حکومت دی.

د مټې د سيمې يوه ژورناليست وويل چې د پوځ ځانګړې قطعې د سخرې، ګواليري او پيوچار له لارې بالاسور او کنالې ته د پرمختګ په حال کې دي.

پوځي عمليات به دا ځل مختلف وي

د سوات يوه ژورناليست فياض ظفر دويچه ويله ته وويل چې دا احتمالي پوځي عمليات به د ۲۰۰۹م کال له عملياتو مختلف وي. هغه ويلي دي چې دا ځل د ګرځبندیز او د خلکو د بې ځایه کولو امکان نشته. طالبان هم دا ځل هدفي بريدونه ترسره کوي.

د رفيع الله خان په نوم يو بل مشهور ژورناليست هم وايي چې پوځي عملياتو ته چمتووالی بشپړ دی او داسې خبرونه مو ترلاسه کړي دي چې په ذکر شويو سیمو کې پوځ د پرمختګ په حال کې دی. د نوموړي په خبره دا ځل طالبان هومره ځواکمن نه دي او شمير یې هم لږ دی. د هغه په خبره تېر ځل د سوات ډېر اوسيدونکي د طالبانو پلويان ول خو دا ځل يې خلکو ملاتړ نه کوي.

دا هم د اندېښنې وړ ده چې حکومتي استازي هم له سوات څخه تللي دي. هغوی ځيني یې اسلام آباد يا پېښور او یا هم له هېواده دباندې تللي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ايالتي حکومت له خوا يوازې پخوانی فدرالي وزير مراد سعيد په دې اړه ويديويي پېغامونه نشروي.

ب. ص/ ن. ز (عدنان باچا، سوات)

زموږ له آرشيف څخه: