1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلګونه مهاجر د سربیا او کرواسیا په سرحد کې بند پاتې دي

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

په ډیره سخته سړه هوا کې شاوخوا سل تنه مهاجر د اروپایې اتحادیې غړي هیواد کرواسیا سرحدي پولې ته نږدې سربستان کې پند پاتې دي. په دغو مهاجرو کې ډیر شمیر افغانان هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/2ShUT
Flüchtlinge an der Grenze zu Kroatien und Serbien
انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcic

شاوخوا سل تنه مهاجر د کرواسیا سرحدي پولې ته نږدې پند پاتې دي. دوی تر ۱۲۰ کیلومتره پلي مزل یا احتجاجي مارش وروسته د اروپایې اتحادیې د دغه غړي هیواد سرحد ته رسیدلي دي.

د جمعې په ورځ د سربیا له پلازمېنې بلګراد څخه، تر ټولو په لومړي قدم کې ځوان پاکستاني او افغان کډوالو ځانونه له سرحدي پولې څخه تیریدو ته چمتو کړي ول. خو د دوشنبې په ورځ د سربیا او کرواسیا پولیسو دوی له سرحد څخه د دوی د تیریدو مخه ونیوله.

په بلګراد کې هغو مهاجرو چې په اونیو اونیو د خپل سفر جاري ساتلو له پاره د تودوخې په منفي درجه کې تر شین آسمان لاندي شپې ورځې تیرولې د «سرحد خلاص کړئ» نعرۍ وهلې. د فرانسې خبرې آژانس د خبریال په حواله سربیایې پولیسو دغه مهاجر په ډیر تنګ ځای کې د فلزي موانعو تر شاه بند کړي دي. همدارنګه دوی د کروواسیا د پولیسو له خوا هم څارل کیږي.

د کډوالو په چارو کې د یوه سربیایې مسئول په حواله مهاجر د دوی له پاره جوړ شویو مرکزونو یا کمپونو ته له تګ څخه انکار کوي. دوی ویره لري چې په سربیا کې تر نوم ثبتولو ورسته دوی نه شي کولی خپل سفر ته ادامه ورکړي. دغه خبره په سربیا کې د مهاجرو د چارو استازی ایوان مسکوویچ کوي.

همدارنګه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداره کوښښ کوي مهاجر قانع کړي چې دوی نور مخکې تللی نشي. د UNHCR استازې مرجانه ایوان وییچ میلینکوسکي، وایې دغه مهاجر غواړي چې همدلته په سرحدي پوله کې ځان ټينګ کړي او مقاومت وکړي. په دوی کې یو تن اافغان کډوال چې خپل عمر ۱۶ کاله ښیئ وایې:«موږ به ستانه نه شو»«موږ هم دلته پاتې کیږو».

سربستان چې د بالکان مسیر په لویدیځ کې پروت دی، د روان میلادي کال له پيل څخه په دغه لاره له یونان څخه په سلګونه زره مهاجر آلمان او شمالي اروپایې هیوادونو ته داخل شوي دي. کله چې مقدونیا د مارچ په میاشت کې خپل سرحد وتړه، دغه مسیر هم تر ډیرې اندازې تړل شوی دی. 

د رسمي ارقامو له مخې په اوس وخت کې شاوخوا ۶۴۰۰ تنه مهاجر د بالکان په مسیر کې بند پاتې دي. د جولای او اکتوبر په میاشتو کې هم دوو ډلو د پياده یا پلي مارش د ورته عمل په ترڅ کې هڅه کړې وه چې د هنګري له سرحد څخه واوړي، خو دوی هم د پولیسو له خوا درول شوي ول.