1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلونو کډوال د اندونیزیا ساحل ته رسیدلي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

تر ۳۵۰ زیات کډوال په سمندر کې د څو اوونیو تیرولو وروسته د اندونیزیا ساحل ته رسیدلي دي. زیاتره کډوال روهینگا مسلمان لږکي دي چې په میانمار کې له تعقیب څخه په تېښته دي.

https://p.dw.com/p/1FT26
انځور: Getty Images/Afp/C. Archambault

د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې ډلې د معلوماتو له مخې په سلونو روهینگا مسلمان لږکي او د بنگله دیش وگړي چې له میاشتو راهیسې په سمندر کې په کښتیو کې ول، د چهارشنبې په سهار د اندونیزیا د آچه ولایت کې د ساحل څنډې ته لیږدول شوي دي.

د اندونیزیا د پلټنې او ژغورنې له ادارې څخه خیرالنوا، ویلي دي: «مجموعا موږ په سمندر کې ۵۰۰ خلک موندلې دي او هغوی د کوچینو کښتیو په واسطه وچې ته راوړل کیږي.» زیاته شوې ده چې دغه کډوال د آچه ولایت کوتا بېنجي ښار ته لیږدول کیږي. تر ۳۵۰ زیات کسان رسیدلي دي او د کډوالو د چارو د مقاماتو له لوري راجستر کیږي. نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې دغه کسان جل وهلي دي او ډیر کمزوري او وږي دي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې تر ۲۰۰۰ زیات کسان پر دې توانیدلي دي چې د اندونیزیا یا د مالیزیا سواحلو ته ځانونه ورسوي. له دغو کسانو ځینو یې په اوونیو کې په سمندر کې وخت تیر کړی او آن د ځینو موده خو تر میاشتو رسیږي چې لږ خوراکي توکي او د څښاک پاکې اوبه ورسره وې.

خو لا هم په زرونو کډوال په سمندر کې دي او د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره، حکومتونو د هغوې د ژغورنې په برخه کې ډیر څه نه دي کړي. زیاتره کډوال روهینگا مسلمان لږکي دي چې په میانمار کې له تعقیبیدو او له بنگله دیش څخه د بې وزلۍ له کبله په تيښته دي.

د عبدالحق په نوم۳۰ کلن کډوال د اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ خواړه نه لرل، غوښتل مو چې مالیزیا ته داخل شو، خو موږ ته اجازه را نه کړل شوه.» د اندونیزیایي کب نیونکو له لوري ساحل ته تر بیولو د مخه عبدالحق په کښتۍ کې څلور میاشتې تیرې کړې وې.

میانمار تر فشار لاندې دی

نړیوالې ټولنې له میانمار څخه غوښتي دي چې لا ډیر څه وکړي، تر څو له میانمار څخه د کډوالو تگ ودرول شي. له روهینگا لږکیو سره د میانمار چلن ته د هغوی د کډه کیدو د اصلي علت په سترگه کتل کیږي.

میانمار د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې په «سمندر کې له ستونزو سره د هر مخامخ کس سره بشري مرستې کولو ته چمتو دي» او په وینا یې په دې هکله د نړیوالې ټولنې په انديښنه کې شریک دی.

د میانمار همکارۍ ته د دغه کړکیچ په حلولو کې په مهمه سترگه کتل کیږي، خو دا خبره لا څرگنده نه ده چې حکومت به د می میاشتې پر ۲۹ نېټه د نورو ۱۵ آسیایي هیوادونو په غونډه کې چې له دغه کړکیچ څخه اغیزمن شوي، گډون وکړي او که نه.

اندونیزیا ویلي دي چې خپلو سواحلو ته به د کډوالو د رسیدو مخه ونیسي، خو هغوی ته به په سمندر کې بشري مرستې ورسوي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیري ریتنو مرسودي، ویلي دي: «د ۱۹۵۱م کال د کډوالو د کنویسیون د یوه نه غړي هیواد په توگه اندونیزیا له خپل توانه زیاته مرسته کړې ده.»

په پام کې ده چې د اندونیزیا، تایلند او مالیزیا د بهرنیو چارو وزیران په کوالالمپور کې سره د چهارشنبې په ورځ وویني، تر څو د کډوالو د کړکیچ پر موضوع خبري وکړي.