په سلوانیا کې دوه پناه غوښتونکي ډوب شوي دي
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهاعلان
د شمالي ښار نوو مسیتو پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې هغوی اوس د دغو دوو کسانو د پیژندو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. پولیسو ویلي دي چې مړي یې د پنجشنبې په ورځ له سیند څخه را ایستلي دي.
پولیسو زیاته کړې ده چې په سیمه کې یې ۲۰ تنه نور پناه غوښتونکي هم نیولي دي چې ځانونه یې د افغانستان، ایران، عراق او سوریې هیوادونو ښوولي دي.
په وروستیو کلونو کې په زرهاو پناه غوښتونکي له خپلو هیوادونو څخه د یوه ښه ژوند په لټه کې د اروپا پر لور اوږد سفر پیلیوي خو یو شمیر یې هدف ته تر رسیدو مخکې د سختو لارو قرباني کیږي.
(ms/sr (ap