1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سعودي کې د همجنسبازانو د NGO پر سر راپوته شوې شخړه

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

که څه هم د «مختلف» په نوم غیر دولتي سازمان په اروپایي هیواد سویډن کې راجستر شوی، خو په سعودي عربستان کې د همجنسبازانو او نرښځیانو د حقونو له پاره فعالیت کوي. آیا نوموړی NGO د سعودي حکومت له ملاتړ څخه برخمن دی؟

https://p.dw.com/p/3UNB8
LGBTQ im Libanon
انځور: Getty Images/P.Baz

د ښځو حقونه، همجنسبازي او الحاد؛ درې واړه هغه موضوعات دي چې په سعودي عربستان کې منع ګڼل کیږي. په دې وروستیو کې د سعودي عربستان د امنیتي ادارې له خوا په انټرنټ کې یوه ویډیو خپره شوې وه چې په هغې کې ویل شوي وو چې د دغو دری واړه موضوعاتو په اړه د دوی دریځ ډیر سخت دی.

په نومبر میاشت کې دغه ویډیو چې په تویټر کې خپره شوې وه له انټرنټ څخه ډیلیټ یا پاکه کړای شوه.  نوموړې ادارې وویل چې په ویډیو کې ځنې نواقص وو چې له امله یي له انټرنټ څخه لیري کړای شوه.

د همدې ویډیو په څیر پيښو له امله ۲۶ کلنې روان اوطیف، چې په سویډن کې اوسیږي د «مختلف» په نوم د یوه غیر دولتي سازمان بنسټ کیښود، څو په سعودي عربستان کې د موجودو همجسبازانو له حقونو څخه دفاع وکړای شي.

له دویچه ویله سره په مرکه کې اوطیف وویل چې دغه سازمان (ان جي او) یي په ۲۰۱۷م کال کې جوړ کړی وو. اوطیف د نوموړي سازمان د بنسټ تر ایښودو یو کال وروسته په سویډن هیواد کې د پناه غوښتنه کړې وه. د اوطیف په خبره دا غواړي له سویدن څخه په سعودي کې د همجنسبازانو د حقونو له پاره مبارزه وکړي.

د نومبر میاشتې په وروستیو کې د سویډن حکومت دغه سازمان په رسمي ډول راجستر کړ.

د اوطیف په خبره نوموړۍ څلور هدفونه لري: لومړی دا چې همجنسبازي په سعودي عربستان کې په قانوني توګه جرم ونه بلل شي. دویم: په سعودي کې د نرښځیانو او همجنسبازانو له پاره قانوني خوندیتوب رامنځته شي. دریم: په ښوونځیو او داسې نورو ځایونو کې پر دې موضوعاتو د بحث کولو اجازه ورکړل شي او څلورم هدف دا دی چې د ټولنې دې برخه خلکو ته دې روغتیایي آسانتیاوې برابرې کړای شي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:

بل لور ته په سعودي عربستان کې په دې اړه سخت قوانين موجود دي. په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د جوړ شوي قانون له مخې همجنسبازي جرم دی او د ثابتیدو په صورت کې یي مجرم په بند کې ساتل کیږي.

دا چې همجنسبازي په عربي نړۍ کې څومره شخړیزه موضوع ده د الجزیره تلویزون د مشهور ژورنالیست احمد منصور له ټويټ څخه سړی معلومولی شي. نوموړي د «مختلف» په نوم بنسټ د راجستر کیدو په حواله لیکلي دي چې دې بنسټ ته قانوني حیثیت ورکول شوی دی، خو دا یي نه دي لیکلي چې دا قانوني حیثیت ورته په سویډن کې ورکړل شوی دی، نه په سعودي عربستان کې.

نوموړي د دې پوښتنې په راپورته کولو سره لیکلي دي چې د خادم الحرمين الشریفین بس یوازې همدا کار باقي پاتې وو؟

احمد منصور په تویتر کې لیکلي دي: «یوه همجنس پرست سازمان پر خپله انټرنټ پاڼه لیکلي دي چې په رسمي ډول راجستر کړای شوی دی. زه نه پوهیږم چې دوی غواړي په کوم لور د سعودي ولس بوځي؟چیرته دي هغه عالمان چې خپلو ژبو ته قفلونه اچولي دي او زړونه یي نابینا شوي دي.»

تر دې ټویټ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو نوی بحث پيل شوی دی. د شنونکو په باور همجنسبازي نه یوازې په سعودي عربستان، بلکې په نورو خلیجي هیوادونو کې هم یو جرم دی. د سعودي پادشاه سلمان د اصلاحاتو اعلان کړی دی، خو هلته په اوس وخت کې همجنسبازانو ته د حقونو وروکول ډيره لیري خبره بريښي.

کرستین کنیپ/ش.ن.ا.ا