په سعودي کي به جنسي زوروونکي بندي کيږي
۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبهاعلان
په سعودي عربستان کې به جنسي زوروونکي ته تر پنځه کالو پوري بند او کابو۷۰ زره يورو نغدي جريمي سزا ورکول کيږي.
د چارواکو په حواله د کابينې مشاورتي جرگه گۍ په دې اړه يوه قانوني مسوده تصويب کړې ده. سعودي وليعهد محمد بن سلمان په دې وروستيو کې يو شمیر اصلاحات رامنځته کړل چې په هغه کې د ښځو پر موټروانۍ بندیز له منځه وړل هم شامل دي.
خو منتقدين دا اصلاحات ظاهري بولي. د اصلاحاتو دا تگلاره په دې وروستیو کې د بشري حقونو د يو شمير فعالانو د نيولو له امله تر سيوري لاندي راغلې.
زموږ له ارشيف څخه: