په سریلانکا کې پرله پسې بریدونو درنه مرګژوبله اړولې ده
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۲۱مه) د سریلانکا په هیواد کي پر هوټلونو او کلیساو د څو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي او د ټپانو شمیر تر ۲۰۰ پورته ښودل شوی دی. د باتیکالوا په ښار کې د روغتون یوه کارمند د تر ۳۰۰ د ډیرو کسانو د ټپې کیدو خبره کړې ده. په عین وخت کې د آلمان خبري آژانس بیا د دغو پيښو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر تر ۱۰۰ پورته ښودلی دی. په دې توګه د پيښې د قربانیانو دقيق شمیر تر اوسه پورې نه دی معلوم.
ویل کیږي چې د کولمبو او نګومبو په ښارونو کې دوه کلیساوې او دوه هوټلونه د دغو بریدونو په لړ کې په نښه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر رپوټونو کې د شپږ هوټلونو او کلیساو د برید خبر ورکړل شوی دی.
د سریلانکا د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې دری عصري هوټلونه او یوه کلیسا په نښه شوي دي. نورې چاودنې کولمبو ته نږدې په یوه کلیسا او همدارنګه د دې هیواد په ختیځ کې رامنځته شوي دي.
د فرانس پرس د یوه خبریال په حواله لږ تر لږه یو تن د «سینامون ګراند هوټل» په نوم یوه میلمستون کې د چاودنې په پایله کې وژل شوی دی. دا هوټل د صدارت ماڼۍ ته نږدې واقع دی.
دغه چاودنې هغه وخت رامنځته شوي دي چې عیسویان د «ایستر يکشنبې» په نوم د خپلې مذهبي ورځې په مناسبت په کلیساو کې پر عبادت مشغول وو.
آژانسونه/ ش. ن