1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايراني ځوانان او سياحتي ويزې د مهاجرتونو په موخه

۱۳۹۷ فروردین ۲۵, شنبه

ايرانيان له څو مياشتو راهيسې کولای شي سربيا ته له ويزې پرته سفرونه وکړي. يو شمير يې دغه هيواد ته تر رسيدلو وروسته، شمالي اروپا پر لور د مهاجرت لاره غوره کوي، خو دغه هڅې يې تر ډيره ناکامې ثابت شوي دي.

https://p.dw.com/p/2w2w2
Iranische Flüchtlinge in Serbien
انځور: DW/S. Kljajic

سآرش، څلور شپې د بلګراد په يوه پارک کې تيرې کړي دي. دغه ځوان چې له دغه ځایه يې په ايران کې کور ۳۷۰۰ کيلومتره لرې دی، خوښ دی چې وروسته له دې به يوه کمپ ته وړل کيږي. دی له خپلو څلورو ملګرو سره تازه سربيا ته راغلی دی. آرش وايي: «مونږ تصميم ونيوه چې ايران پريږدو. مونږ لمړی ترکيې او بيا له هغه ځایه سربيا ته راغلو، ځکه له سربيا څخه سړی کولای شي په ښه توګه اروپا ته ولاړ شي.»

سربيا د سيلانيانو او د بهرنۍ سرمايه ګزارۍ د جذب په موخه، د ايرانيانو له پاره د آزادو ويزو امکانات وړاندې کړي دي.

اکثره پروازونه سربيا ته

ايرانيان همدا ډول کولای شي ترکيې ته هم پرته له ويزې داخل شي. په همدې دليل ترکيه د هغو ايرانيانو له پاره پر يوه مهم تم ځاي باندې اوښتې ده کوم چې غواړي اروپا پر لور سفرونه وکړي. له ترکيې څخه اکثره ايراني ځوانان سربيا ته پروازونه کوي.

د تهران په يوه عصري سيمه کې د يوه سفري آژانس يوه کارکونکې، سميه وايي: «په حاضر وخت کې سربيا يو له هغو ځايونو څخه دی چې ډير سفرونه ورته کيږي.»  که څه هم له دغو امکاناتو تر ډيره بريده يو محدودو شمير بډايي او د عصري ژوند لرونکي ايرانيان کار اخیستلی شي، خو آرش او ملګري يې وايي چې دوي له دغې ډلې څخه نه دي.

Iranische Flüchtlinge in Serbien
د ښې راتلونکې له پاره هڅېانځور: DW/S. Kljajic

د قبولۍ ترلاسه کولو له پاره هڅې

آرش، افشين، مهران او سعيد وايي چې په ايران کې يې ژوند له خطر سره مخ وو. افشين او ملګري يې وايي چې دوي د يوې مذهبي لږکۍ «درويش ګنابادي» پيروان دي چې له همدې امله تر تعقيب لاندې ول. سعيد وايي: «زما ژوند به خطر کې وو. زه مجبور شوم چې خپل وطن پريږدم.»

هغه زياته کړه: « هرڅوک په دې پوهیږي چې موږ په ايران کې څه ډول ژوند کوو. آزادي نشته. هغوي غوښتل زما غوږ راپرې کړي، ځکه چې د «پيرسينګ» کړۍ مې په کې راځوړنده کړې وه.»

په بلګراد کې د «انفو پارک» له سازمان څخه شتيفن تلوويچ وايي: «دا يوه روښانه خبره ده چې انساني قاچاقبران په پارکونو او واټونو کې شتون لري او کار کوي. تلوويچ هغو مهاجرو ته چې شمالي اروپا پر لور سفرونه کوي، مشورې ورکوي.

د « اينفو پارک» سازمان د ارقامو مطابق، له هغه وخته چې سربيا ايران له پاره د سفر ويزې ازادې کړي دي، له ۶۰۰۰ څخه زيات ایرانيان د «سيلانيانو» په نوم سربستان ته راغلي دي. د دغو له ډلې څخه ډيری يې نه غواړي چې بيرته خپل هيواد ته وګرځي.

سياحت او قاچاق

تتلوویچ وايي: «ايرانيان د سيلانيانو په نوم دلته راځي، خو وروسته بيا د انساني قاچاقبرانو سره اړيکي نیسی تر څو يې د خوښې ځايونو ته رسولي وي.» خو د ايرانيانو دغه پروګرامونه بريالي نه دي.

Iranische Flüchtlinge in Serbien
په سربيا کې د «انفو پارک» سازمانانځور: DW/S. Kljajic

په سربيا کې د هغو ايرانيانو شمير مخ په لوړيدو دی چې دغه هيواد ته د پناه غوښتنې درخواستونه سپاري. د دوي شمیر د تيرکال په نوامبر کې ۲۹۰ تنه وو په داسې حال کې چې د روان کال په مارچ مياشت کې ۴۳۱ تنو ته پورته شوی دی. آرش او دوستانو يې هم د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي دي. دوی اوس په تمه دي چې د سربيا په سويل کې پروت په «پرسيوو» کمپ کې به ميشتيږي.
د ټولو هڅو ناکامې پايلې

ډيری ايرانيان د سربيا په اړه هيڅ نه پوهيږي. تتلوويچ وايي: «يوازينی شي چې دوی ورباندې پوهيږي دا دی چې دغه هيواد ته سفر، ويزې ته اړتيا نه لري.»

خو هغه زياتوي: « خو د دغو ټولو حالاتو سره سره، هغوي په دې ښه پوهيږي چې د قبولۍ اخيستلو له پاره بايد څه ووايي.» تتلوويچ په دې اړه وايي: «ډيری يې ادعا کوي چې د سیاسي او مذهبي دلايلو له امله تر تعقيب لاندې ول. ځينې يې بيا وايي چې همجنسګرا، ترانس یا دوه جنسه دي. خو کله چې چارواکي ورڅخه ډيرې پوښتنې او معلومات غواړي بيا نه شي کولای له خپلو ادعاو دفاع وکړي، له همدې امله يې د پناه غوښتنې رد کیږي.»

سربيا هیواد په ۲۰۱۷م کال کې د اروپايي ټولنې د غړيتوب ترلاسه کولو له پاره نوماند شوی دی.

شبنم فون هاین، سنجا کلیجاجیچ/ ع. ح/م. ک. ص.ر
دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: