1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان له ایران څخه افغانستان ته اعتیاد راوړي ‎

۱۳۹۴ تیر ۲۳, سه‌شنبه

هره ورځ په سلونو افغان کارګر له ایران څخه خپل هیواد ته ستنیږي. د هغوی په ډله کې ډیر شمیر یې د کار د سختو شرایط له کبله ستړي وي خو ډیر شمیر نور بیا له ځان سره د هیروینو اعتیاد راوړي چې په ایران کې ورباندې اخته شوي وي.

https://p.dw.com/p/1FyH7
انځور: Behrouz Mehri/AFP/Getty Images

په ایران کې تر میاشتو او کلونو کار کولو وروسته دغه کډوال د هرات له اسلام قلعه څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیږي. هره ورځ د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ تر منځ غیر قانوني افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راځي. د هغوي په ډله کې ډیر یې ځوانان وي. که څه هم یو شمیر کسان په خپله خوښه ایران پریږدي خو د ستنیدونکو افغانانو یو پر دریمه برخه له ایران څخه په زور ایستل کیږي.

په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو سره په میلیونونو افغانان ایران ته کډوال شول. خو کله چې د هغوي په هیواد کې د طالبانو رژیم ړنګ شو نو یو شمیر یې بیرته افغانستان ته ستانه شول.

خو په وروستیو کلونو کې له ایران څخه د راستنیدونکو افغانانو شمیر له دې کبله لوړ شوی دی چې په دغه هیواد کې د هغوی له پاره شرایط لا سخت شوي دي. په خاصه توګه هغه ۱.۷ میلیونه افغانان چې په غیر قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي له سختو ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

ډیر شمیر راستنیدونکي افغانان د هرات له لارې خپل هیواد ته اوړي. د دې هیواد چارواکي وایي چې په وروستیو وختونو کې یوې موضوع ډیر خواشیني کړي دي: ډیر شمیر ستانه شوي افغانان په هغو مخدره توکو روږدي دي چې د لومړي ځل له پاره یې په ایران کې کارولي دي.

په ایران کې مصرفیدونکي ډیری مخدره مواد بیا پخپله افغانستان کې تولیدیږي چې د ټولې نړۍ ۸۵ سلنه تریاک تولیدوي. په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله د کوکنارو د کښت کچه هم لوړه شوې ده.

د هرات د مخدره توکو په بازار کې ۵۰ کلن محمد چوغوک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه دوه کاله مخکې د ایران په مشهد ښار کې ژوند کاوه. دغه افغان زیاته کړې ده چې د ده کارفرما ورته د پیسو پر ځای تریاک د معاش په توګه ورکول. هغه وایي: «۳۴ کاله کیږي چې زه په مخدره توکو اخته یم.»

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو له ادارې څخه محمد رضا ستانکزی، وایي چې لومړنۍ څیړنې دا موضوع تائیدوي چې ډیری افغانانو په ایران کې د مخدره توکو استعمال پیل کړی دی.

ډاکټر پردیس چې په هرات کې د معتادینو د کلینیک مشر دی وايي: «په ډیرو مواردو کې د هغوی کارفرمایانو ورته ویلي دي چې که ته له مخدره توکو کار واخلي نو لا به ښه کار وکړي او معاش به دې لوړ شي.»

اکبر انوري چې اوس ۲۸ کاله عمر لري په ایران کې په یوې افغانې کورنۍ کې نړۍ ته سترگې پرانیستي دي. دی په همدې هیواد کې په مخدره توکو اخته شو: «زما کورنۍ په ایران کې اوسیږي. زه له هغوی سره اړیکه نه لرم.» دغه ځوان وايي چې غواړې د خپلې کورنۍ له لیدو مخکې نشه پریږدي.

د شپې له خوا ډیر شمیر په نشو روږدي د هرات ښار په پارک کې راټولیږي. د دې له پاره چې هغوی کور او پیسې نه لري نو ځینې یې جرایمو ته مخه کوي او تر زندان پورې رسیږي. د هرات په زندان کې د ۳۱۰۰ تنو بندیانو په ډله کې ۴۳۰ تنه یې معتادین دي.

د بندي معتادینو له نیمایي څخه کم یې په یوه وړوکي کلینیک کې تر درملني لاندې دي. د هغوی په ډله کې یو یې هم ۲۳ کلن محمد نعیم دی چې وایي په ایران کې په نشو روږدی شو. هغه وایي: «کار به ډیر سخت وو او ما د دې له پاره چې تر نورو ښه کار وکړم مخدره مواد کارول. له دې سره به آرامه وم او ډیر کار به مې کاوه.»

د رسمي شمیرو له مخې هر کال په ایران کې ۵۰۰ ټنه مخدره مواد کارول کیږي. ایراني چارواکي وايي چې دا شمیره ځکه ډیره لوړه ده چې ایران له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د تلونکو مخدره موادو پر لار پروت دی. ایران وایي چې د ۷۸ میلیونه وګړو په ډله کې یې ۱.۳ میلیونه معتادین دي. هغوی روښانوي چې هره ورځ په ایران کې ۷۰ تنه اعتیاد ته مخه کوي.

په افغانستان کې بیا په تیرو لسو کلونو کې د معتادینو شمیر دوه برابره شوی او درې میلیونو ته رسیدلی دی چې د ټول هیواد د نفوس څه نا څه ۱۰ سلنه جوړوي. دغې موضوع افغان چاواکي هم په اندیښنه کې اچولي دي. ولسمشر اشرف غني په دې اړه ویلي دي: «دا زموږ له پاره یو لوی ګواښ دی ځکه یو معتاد په ډیرې اسانۍ سره په یوه یاغي بدلیدای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب