په زابل کي ۲۸ کسان د طالبانو له زندانه آزاد کړل سوي
۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبهد زابل والي رحمت الله یارمل دويچه ويله ته وويل چي دغه کسان يې د پنجشنبې په ورځ سهار(۲۰۱۹م کال د می ۳۰مه) د دغه ولايت د نوبهار ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د کشفي معلوماتو پراساس د چاڼیزو عملیات پرمهال د وسله والو طالبانو له مهم زندان څخه آزاد کړي دي.
د هغه په خبره، په آزاد کړل سويو کسانو کي ۱۶ملکيان او ۱۲سرتیري دي.
یارمل وايي، آزاد کړل سوي کسان اوس د کندهار هوايي ډګر ته لیږدول سوي چي ډیر ژر به خپلو کورو نو ته ولیږل سي.
د زابل والي زياته کړه چي دغه د وسله والو طالبانو مهم زندان وو چي له نژدې ولایتونو او شاوخواو ولسوالیو څخه به يې نیول سوي کسان پکښې ساتل.
د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کي دیاد زندان دوه ساتونکي طالبان هم وژل سوي او نور چاته تاوان نه دی رسیدلی.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر (یوناما) څه موده مخکي راپور خپور کړی چي پکښې د طالبانو په زندانونو کي د بندیانو حالت سخت خراب ښوول سوی وو.
د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کي د طالبانو له زندانه د ۲۸ بندیانو د آزاديدو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
محمد ابراهيم سپېڅلی