شخړي
کابل: ځانمرګي برید درې تنه وژلي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبهاعلان
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «نن سهار اته بجې یوه ځانمرګي برید کوونکي د چهار آسیاب ولسوالۍ اړونده ریشخور سیمه کې د ملکي کسانو په منځ کې چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ.»
زیاته شوې ده چې د چاودنې په پایله کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. دغه ولسوالۍ له کابل ښار څخه شا او خوا ۱۱ کیلومتره لیرې پرته ده. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د چاودنې پړه نه ده منلې.