1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

په روژه کي د کرونا له پراخېدو څخه خبرداری

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

د روژې میاشتي په درشل کي د روغتیا نړیوال سازمان په اسلامي هیوادونو کي د کرونا ویروس له پراخیدو څخه په اندیښنې سره خبرداری ورکوي. په عین حال کي ډېرو اسلامي هیوادونو د کرونا د مخنیوي ځیني تدابیر رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/3rWxj
Irak Coronavirus - Ramadan
انځور: picture-alliance/dpa/A. A. Mohammedaw

د روغتیا نړیوال سازمان په روژې میاشت کي په کرونا باندي د ډیرو کسانو د اخته کیدو څخه خبرداری ورکوي او وايي که تدابیر و نه نیول سي، نو ددغي میاشتي په ترڅ کي به د عربي هیوادونو په گډون د نړۍ په ځینو هیوادونو کي وضعيت لا پسي خراب سي.

روغتیا نړیوال سازمان د مدیترانې سمندرگي د ختیځي برخي د حوزې مدیر، احمد المنظري په اندېښنې سره ویلي دي چي «وضعه به تر دې ښه نه سي او ډیر هیوادونه به د بحراني پر خوا روان وي».

د المنظري په خبره، د عیسویانو د سپیڅلي اختر او همدارنګه د مسلمانانو د روژې په میاشت کي، په کرونا باندي د اخته کیدو خطر ډیر دی: «موږ پوهیږو چي دغه وخت باید ولمانځل سي، خو لطفاً د نورو کسانو او خپل ځان د روغتیا په هکله هم فکر وکړی.»

Indonesien Fest des Fastenbrechens
انځور: DW/D. Purba

سږکال ښايي د روژې مبارکي میاشتي لومړۍ ورځ د اپریل ۱۳ مه وي.

په دغه میاشت کي مسلمانان تر لمر لویدو پوري له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او د روژه مات پر وخت ټوله سره یو ځای کیږي، په ګډه ډوډۍ خوري او نور مذهبي مراسم لکه د ماښام، ماخوستن او تراویح لمونځونه په جماعت سره کوي.

له همدې کبله، په خاص ډول مسجدونو کي ډیره سخته ده چي ټولنیز واټن مراعات سي او په دې ډول د کرونا د پراخیدو خطر ډیریږي.

مصر اعلان کړی دی چي د تیرکال په ډول به په خاص ډول بې وزلو کسانو له پاره ډله ایز سترخوانونه هوار نه کړي.

د روژې په مبارکه میاشت کي معمول دی چي د روژه ماتي له پاره په تیره بیا د مسجدونو مخي ته  سترخوانونه غوړول کیږي تر څو د بې وزلو کسانو له پاره هم د روژه ماتي زمینه برابره سي.

دوبی هم اعلان کړی دی چي د روژه ماتي له پاره به سترخوانونه منع کړي.

زموږ د ارشیف ځخه