1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روم کي د بيلو اديانو د استازو په ګډون د سولي غونډه وسوه

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

پاپ په روم کي جوړي سوي د اديانو تر منځ د سولي په غونډه کي ګډون وکړ. د زياتو اديانو استازو دغې غونډي ته خپل پیغامونه لېږلي ول.

https://p.dw.com/p/3kEXG
Münster Weltfriedenstreffen Merkel  Muhammad Al-Tayyeb
آرشيف انځور: په ۲۰۱۷ کال د سولي غونډه په آلمان کي سوې وه چي پکښي شيخ احمد الطيب او انګلا مېرکل هم ګډون کړی ووانځور: picture-alliance/dpa/G. Kirchner

د کاتوليکي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسيس د کرونا پاندمي له کبله د محدوديتونو يا لاک ډاون لګول کيدو راهيسي په عام محضر کي جوړي سوي هيڅ غونډي کي ګډون نه وو کړی. خو نوموړي د اکتوبر پر ۲۰مه په روم کي په عام محضر کي جوړي سوي غونډه کي ګډون وکړ چي ورته «د سولي غونډه» خطاب کيږي.

«د سولي غونډه» چي د سانت ايګيديو په نوم کاتوليکي غورځنګ له خوا له تيرو ديرشو کلونو راهيسي جوړيږي، سږ کال هم د ايتاليا د پلازمېني روم په سانت ايګيديو کليسا کي جوړه سوې وه. که دغې غونډي د درو لسيزو اوږد شاليد نه لرلای نو ښايي د پاندمۍ په اوسني وخت کي به نه وای جوړه سوې. د نورو اديانو استازو چي غونډي ته د کرونا له کبله نه ول حاضر سوي، خپل پيغامونه لېږلي ول چي په دغه غونډه کي ولوستل سول.

د سولي په دغه غونډه کي ګډونوالو پوزي او مخونه په ماسکونو پټ کړي ول او يو بل ته يې نه غېږه ورکړه او نه يې لاسونه سره ورکړل. په اروپا کي د پروتستانت کليسا له شورا (EKD) رئيس، هاینريش بېدفورد شتروهم، د پاندمي په جريان کي د ۲۰۲۰م کال د دغې غونډي په هکله وويل: «د پېوستون ټول فيزيکي نخښي لکه يو بل ته لاسونه ورکول، يو بل سره له نژدې خبري کول او بېله ماسک څخه يو بل ته غېږه ورکول» او نور د ميني سمبول کارونه «يو بل ته د ګواښ پېښولو» په معنی سوي دي. هغه پوښتنه وکړه چي د انسانانو تر منځ د دغو بنيادي نخښو په سرچپه کېدلو څوک څنګه پوهېدلای سي؟

خو د غونډي اکثره ګډونوالو يو بل له کلونو يا حتی لسيزو راهيسي سره پېژندل. د بېلګي په توګه بودايي راهب، مينيګيشي شوتن، له ديرشو کلونو راهيسي د نړيوالې سولي په دغو غونډو کي ګډون کوي. د دغو غونډو تسلسل چي په اصل کي ټولو ګډونوالو ته معلوم وي، سږکال پکښي بعضي مراسم کوچني نيول سوي ول. په عيني حال کي ايتالويان له دې سره عادت سوی دي چي د کرونا پر وخت په غونډو کي د ګډون پر وخت بايد څه ډول چلن وکړي. د بېلګي په توګه د غونډي د ځای په دخول کي لا د ګډونوالو پر تندي د هغوی ممکنه تبه اندازه کړل سوه.

په دغه غونډه کي زياتو ګډونوالو په خپلو ويناو او پيغامونو کي د دين تر چتر لاندي پر کرکي، توندلاريتوب او تاوتريخوالي سختي نيوکي وکړې. په دې ترڅ کي د قاهرې له الازهر څخه د شيخ احمد الطيب پيغام ډېر روښان او څرګند وو. د نوموړي دغه پيغام په غونډه کي ولوستل سو ځکه چي هغه خپله نه وو حاضر. نوموړي په خپل پيغام کي په پاريس کي د اسلامستي ترهګر بريد موضوع ته هم اشاره کړې وه. د الازهر د امام په توګه هغه ويلي: «د الله سبحانه و تعالی مخي ته وايم، چي لکه څنګه چي د اسلام او د رسول ښوونې يې راښيي له دغه جنايتي عمل او له هغو څخه چي انحرافي او غلط افکار خپلوي، زه ورڅخه فاصله نيسم.»

د اوتودوکس عيسويانو افتخاري مشر پاترياش، بارتولومايوس اول، د کرونا پاندمي په تناظر کي غوښتنه وکړه چي د مځکي د کورې د ايکولوژيک بحران په وړاندي بايد په ديني استدلال هم اقدامات وسي. هغه وويل چي په دې ډګر کي عاجلو اقداماتو او عملي کار ته اړتيا سته.

ويناوالو د غونډي په جريان کي پر دې ټينګار وکړ چي په نړيواله توګه بايد د ټولو اديانو استازي بايد د وينا تر څنګ په عمل کي هم د تاوتريخوالي د مخنيوي له پاره کار وکړي.

د نورو کلونو په څېر په سږنۍ غونډه کي هم د ګډونوالو له خوا پر يوه داسي اعلاميه لاسليکونه وسول چي پکښي د سولي غوښتنه سوې ده.

آ./ا.ا./ن.ز.