1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په روان کال کي تر سلو زرو زیات افغانان بې ځایه شوي»

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

د ملگرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال له پېل راهیسې تر سلو زرو زیات افغانان دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي. دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/2dl54
Afghanistan Erdrutsch Naturkatastrophe
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (او سي اچ اې) ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۰۳۲۲۹کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۳۶ سلنه ډېرښت ښيي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له خپلو ټاټوبو د بې ځایه شوو خلکو د شمیر د زیاتیدو له پاره بېلا بېل علتونه په گوته کړي دي. یو علت د جگړو دوام ښوول شوی چې تیرکال په هماغه سیمه کې جگړه وه او دا په دې معنی چې ډیری خلک خپلو سیمو پریښوولو ته اړ شوي دي.

بل علت د بې وزلۍ ډیروالی ښوول شوی دی. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې ځینې خلک د دې له پاره منابع نه لري چې خپلې ستري کورنۍ له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقال کړی.

رپوټ زیاتوي چې په هغو ښارونو کې چې پخوا امن گڼل کیدل اوس نا امنیتي هم زیاته شوې ده. د بېلگې په توگه کابل چې په پر له پسې توگه د طالبانو او داعش د بریدونو هدف گرځیدلی دی او په دې ترڅ کې د جنورۍ میاشتې راهیسې په سلونو ملکیان یا وژل شوي او یا هم ټپیان دي.

د افغانستان شمال چې پخوا آرامه گڼل کیده اوس د ټولو بې ځایه شوو کسانو ۴۲ سلنه جوړوي. د افغانستان سویل چې د یاغیتوب مرکز انگیرل کیږي او تیرو میاشتو کې د سختو جگړو شاهد دی، څخه ۳۱ سلنه خلک بې ځایه شوي دي.

(dpa/ SR)

زموږ له ارشيف څخه: