1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوهمه ورځ هم په رای ورکولو کې ستونزي وې

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ هم د رای ورکولو په سونو مرکزونو کې د رای ورکولو بهیر له ستونزو سره مل وو. د ټاکنو پر تنظمیوونکو باندې نیوکې ډیري شوي دي او د یوې داسې پایلې هیلې کمې شوي دي چې ټولو ته د منلو وي.

https://p.dw.com/p/36uCS
Afghanistan Parlamentswahl | Wahllokal in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د رای ورکولو هغه مرکزونه پرانیستي ول چې د ټاکنو په اصلي ورځ یې کار له ستونزو سره مخامخ وو. د فرانسې خبري آژانس راټولې کړې شمیرې ښيي چې د شنبې په ورځ د ټاکنو په تړاو د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنبې او یکشنبې په ورځو د افغانستان د پارلماني د ټاکنو پر مهال رامنځ ته شویو ستونزو د دغه بهیر اعتبار تر لا لویو پوښتنو لاندې راوستی دی. دغه ټاکنې په راتلونکې کال کې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یوې آزموینې په توګه ګڼل کیږي.

د یکشنبې په ورځ د رای ورکولو د پرانیستل شویو مرکزونو څخه د ۲۵۳ مرکزونو کارکوونکو بيا هم د بایومیتریک دستګاو د کارونې په برخه کې ستونزې لرلې. د ټاکنو کمیسیون وویل چې د رای ورکولو له مرکزونو څخه ۱۴۸يې چې باید د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوي وای، د امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاتې شول.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند رضا روحاني، خبریالانو ته وویل چې پر دې سربیره د رای ورکوونکو نوملړونه یا بشپړ نه ول او یا هم هیڅ موجود نه ول.

هغه زیاته کړه: «ډیرې هغه ستونزې چې پرون موجودې وې، نن هم موجودې دي.»

روحاني وویل چې د یکشنبې په ورځ هم ځینې ټاکنیز مرکزونه ناوخته پرانیستل شول او پکې د رای پاڼو کمښت موجود وو.

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه اندیښنې

 

د ټاکنو کمیسیون له خوا د پارلماني ټاکنو خراب مدیریت هغه هیلې له منځه وړي دي چې دغه کمیسیون دې په راتلونکي کال کې ولسمشریزې ټاکنې وکړای شي.

د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې څخه توماس روتیک، فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا د راتلونکې کال له پاره ښه نښانه نه ده.»

هغه زیاته کړه: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون واضیح وښوله چې د دې ظرفیت نه لري چې د جوړو شویو شمیرو [جعلي شمیرو] پر ځای د منلو وړ او شفافې ټاکنې ترسره کړي.»

په کابل کې د لویدیځ یوه چارواکي چې له میاشتو راهیسې یې ټاکنو ته چمتوالی څارلی، وویل چې نور د ټاکنو پر کمیسیون اعتماد نه لري. د سیاسي چارو کارپوه هارون میر، وویل: «د ټاکنو کمیسیون پر اوسني مشرتابه ډیر شک موجود دی چې هغوی دې ولسمشریزې ټاکنې په سمه توګه ترسره کړي.»

د ټاکنو کمیسیون شمیرې ښيي چې شاوخوا درې میلیونه افغانان د شنبې په ورځ د طالبانو پر ګواښونو سربیره د رای ورکولو له پاره له خپلو کورونو راوتلي ول. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا نهه میلیونه افغانانو د رای ورکولو له پاره ځانونه ثبت کړي دي. ډیر کسان بیا شک لري چې ټول نهه میلیونه کسان دې ریښتې وي او يا دي يو کس د څو واري رای ورکولو له پاره ځانون نه وي ثبت کړی.

ټاکنیزې بې نظمۍ

څارونکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ په ټاکنیزو مرکزونو کې بې نظمۍ او ګډوډۍ وې، کارکوونکي د بایومیتریکو دستګاو په کارونه نه پوهیدل. ډیرو کسانو ځانونه د رای ورکولو له پاره ثبت کړي ول، خو نومونه یې د رای ورکوونکو په نوملړ کې نه ول. د ټاکنو د څار سازمان، ویلي چې د یوې ورځې له پاره د ټاکنو غځول د دې بهیر پر شفافیت اغیزه لري او د درغلیو له پاره لاره هواري.

پر دې ستونزو سربیره د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبديع صياد، د یکشنبې په ورځ د خپلې ادارې له کړو وړو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې ستونزې د «ضعیفه مدیریت له کبله» نه دي رامنځ ته شوي.