1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په دوحه کي د طالبانو په اړه خبري نه دي سوي»

نجيب الله زيارمل (afp)۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي او قطر د امير په ليدنه کتنه کي د طالبانو د استازي يا سياسي دفتر په اړه خبري نه دي سوي. تر دې دمخه ويل کېده چي کرزی به په قطر کي د طالبانو د دفتر په اړه د دغه هيواد له مشرانو سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/187ZF
Das Palasttor des Emirs von Katar, aufgenommen am Montag (17.03.2008) in der Hauptstadt Doha (Katar). Foto: Peter Kneffel dpa +++(c) dpa - Report+++ pixel
Katar Regierungspalastانځور: picture-alliance/dpa

د قطر هيواد له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي، چي د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي او قطر د امير حمد بن خليفه آل ثانی په ليدنه کتنه کي د طالبانو د سياسي دفتر په اړه چندان خبري نه دي سوي.

د قطر هيواد د رسمي خبري آژانس QNA په حواله په دغه ليدنه کتنه کي چي په دوحه کي ترسره سوه «د دواړوهيوادونو پر متقابلو اړيکو» او دغه راز «په افغانستان کي د سولي» په اړه بحث وسو.

کرزی چي له يو لوړ پوړي پلاوي سره تللی وو، دغه راز ئې پاکستان ته د قطر هيواد له سفير او د دغه هيواد له پانگوالو سره ليده کاته درلودل.

څارونکي په دې نظر دي، چي قطر ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر اصلي هدف د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلو په اړه وو او په دغه ليدنه کتنه کي پر دې باندي هم بحث سوی دئ.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي ول، چي ولسمشر به په قطر کي د افغانستان د سولي د پروسې او په دغه هيواد کي د طالبانو دسياسي دفتر د پرانيستلو په اړه خبري وکړي.

طالبان «نه غواړي» کرزی وويني

د افغان وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول، چي دوی نه غواړي چي کرزی د قطر له پروسې سره کار ولري. د هغه په خبره دا کار يوازي د طالبانو او قطر د حکومت دئ.

طالبان له کرزي سره د مخامخ خبرو څخه ډډه کوي او وايي چي هغه د امريکايانو لاس پوڅی دئ.

د روان عيسوي کال په پيل کي طالبانو ويلي ول چي غواړي په قطر کي د سياسي دفتر د پرانيستلو په اړه له امريکا سره خبري وکړي.

د ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت په دوحه کي د دواړو خوا تر منځ خبري اتري ترسره نه سوې. طالبانو هغه مهال ويل چي «امريکايان پرخپلو ژمنو وفا نه کوي»

افغان حکومت د طالبانو او امريکا تر منځ د افغان په اړه د خبرو اترو سخت مخالف کاوه او ويل ئې چي د سولي په اړه خبري اتري بايد د افغانانو ترمنځ وي نه د بهرنيانو.