په دغه هيواد کي يو خوراک په يو ميليون دی
په دغه راپور کي يو داسي هيواد در پېژنو چي د انفلاسيون کچه ۲۰۰۰۰۰ فيصده ده. په دغه هيواد کي د يوې وچي ډوډۍ قيمت په سونوو زره او يو خوراک تر ميليون په زياتو ځايي پيسو دی. نور جزيات دلته لوستلای سئ:
د خوراکي توکو بحران
وينيزويلا په کارابيک ساحل کي پروت د سويلي امريکايي ستري وچي ۳۱ ميليون نفوس لرونکی هيواد دی. په ۲۰۱۹م کال په دغه هيواد کي د انفلاسيون کچه تر ۹۵۸۵ فيصده زياته وه. نړيوال وجهي صندوق بيا د دغه هيواد د انفلاسيون کچه ۲۰۰ زره فيصده بللې وه. د ځايي پيسو د چټک ارزښت کمېدني له کبله د اکثريت خلکو له پاره په بازار کي د خوراکي او نورو اړينو توکو رانيول تقريبا ناممکن سوي دي.
د بې وزلو ستونزي لا زياتي دي
وينيزويلا چي يو وخت په بډای هيوادونو کي شميرل کيدی، د اقتصادي بحران له کبله اوس د نورو توکو تر څنګ پکښي د خوراک، درملو، صابن او کنسترګو سخته کمي ده. مرستندويه سازمانونه هم تر يوې ډېري کمي کچي د اړمنو کسانو سره مرسته کولای سي.
په ۱۰ کي ۹ کسان بې وزله دي
د لويانو تر څنګ په دغه هيواد کي د ماشومانو بې وزلي زښته زياته ده. لکه په پلازمېنه کاراکاس کي چي دغه ماشومان له کليسايي مرستندويه سازمانونو څخه مرسته غواړي. د چلي د يو پوهنتون د شميرو له مخي د وينيزويلا ۹۶ سلنه کورنۍ په غربت کي او ۶۴ فيصده يې په بې انتها زښت غربت کي ژوند کوي. په ټول هيواد کي صرف کم شمير کورنۍ غوښي، کب، هګۍ، مېوې يا سبزي رانيولای سي.
د روغتيا نظام تر فشار لاندي
هغه ناروغان چي په روغتونونو کي بستريږي، د ټولو درملو، پيچکاريو او نورو توکو مصرف له خپله جيبه بايد ورکړي. لکه د کاراکاس په سان خوان دې ديوس دغه روغتون کي. په دغه هيواد کي له ثبت سوو ۶۶ زرو ډاکټرانو څخه دريمه برخه يې له هيواده تښتېدلې ده. د هيواد طبي نظام نسکورېدو ته نژدې دی.
په لوشو کي آبادې جونګړي
له خټو او لرګيو څخه د جونګړو جوړول په دغه سيمه کي زوړ دود دی. په زياته په کليوالو سيمو کي د بې وزلۍ زياتېدو له کبله د ډيرانونو په منځ او لوشو کي د اومو کورنو جوړول دود سوي دي. دلته نه تشناب، نه اوبه او نه هم برېښنا سته.
په تاريکۍ کي ژوند
د وينيزويلا اپوزيسيون پر حکومت تور لګوي چي د اداري فساد په مخنيوي کي پاته راغلی او له دې کبله د بېلګي په توګه د انرژۍ بحران لا بدتر سوی دی ځکه چي د برېښناکوټونو اړين ترميم نه کيږي. حکومت د بيلو لارو د انرژۍ او برېښنا د سپما کوښښ کوي خو اکثره د وينيزويلا اوسېدونکي زيات وختونه بېله برېښنا په تاريکه کي شپې سبا کوي.
ورځ په کوڅو کي تېرول
د ګرمي پر وخت په کورونو کي دننه طاقت نه کيږي. دا ځکه چي د برېښنا د نشتون له کبله بادپکې او نور اليکترونيکي وسايل کار نه کوي. له دې کبله په ګرمي کي زيات انسانان کوڅو ته راوځي او خپله ورځ په کوڅه کي تېروي، لکه د ماراکايبو سيمي په دغه انځور کي. په بشپړه ايالت او حتی په ټول هيواد کي پرچاوۍ عامي دي. ولسمشر نيکولاس مادورو د هيواد دښمنان د دغه بجران مسؤل يادوي.
ژوند بې اوبو
د والېنڅيا د سانتا روزا سيمي په شان به زياتو سيمو کي د اوبو د رسولو نظام بند سوی دی. انسانان مجبوره سوي دي چي د کوڅو په خيرنو اوبو کي خپلي جامې او ځانونه ومينځي. د چښاک اوبه هم نسته.
سيند که بدرفت؟
نن سبا خيرني او په کيمياوي توکو ککړي اوبه هم د ګويير سيند ته بهيږي. دا ځکه چي پر وخت د اړين ترميم نه کولو له کبله د اوبو ډېمونو درځونه کړي او ورڅخه اوبه بهيږي. دي ستونزي د برېښنا پر توليد هم سختي منفي اغېزې کړي دي او له کبله برېښنا کمه سوې ده.
د چښاک د اوبو په تلاښ کي
د ګواکارا په ښار کي د کارابوبو سيمي دغه اوسېدونکی د څښاک د اوبو په تلاښ وتلی دی. په کم شمير سيمو کي په اونۍ کي صرف څو ساعته د چښاک اوبه ايله کيږي. اکثره کورنۍ په بيلو لوښو او ډبو کي اوبه راوړي او بيا يې د ټولې اونۍ له پاره ساتي.
چټلي سوي اوبه
د ماراکايبو سيند په نفتو چټل سوی دی. کب نيونکي دلته د موټر د ټايرونو په مرسته کبان نيسي. د دغه سيند يا جهيل ساحل هم ککړ سوی دی. دا له هغه وروسته کله چي د نفتو د تصفيې د يوې ستري دستګاه لوی نل مات سو او تقريبا ۲۰ زره بېرل نفت سيند ته توی سول.
«هر څوک پټرول غواړي»
له دوو اونيو راهيسي د ګواکارا په سيمه کي د دغه پټرول پمپ مخي ته د موټرو قطار ولاړ دی ځکه چي د تيلو د رسېدو په انتظار دي. وينيزويلا مجبوره سوې چي له ايران څخه پټرول رانيسي ځکه چي د خپلو نفتو را ايستلو او تصفيه کولو نظام يې زښت زيات ناقص دی. لس کاله مخکي په دغه هيواد کي هره ورځ ۲ اعشاريه درې ميليونه بېرل نفت را ايستل کيدل. خو اوس دغه مقدار حتی تر نيمايي هم کم سوی دی.
د ګاز بحران
په کاراکاس کي دغه انسانان د خپلو خالي ګاز ډبو سره د سړک پر غاړه په انتظار دي چي دغه ډبې ورته ډکي کړل سي. د برېښنا او پټرول د کمښت له کبله زياتو انسانانو د ګازو استعمال ته مخه کړې ده چي له کبله هم د ګاز قيمت لوړ سوی او هم زيات طلب د بحران سره نژدې حالت رامنځ ته کړی.
نه وفا سوي ژمني
په لاتين امريکا کي د يويشتمي پېړۍ د سوسياليزم مفکوره لرونکو مشرانو تر انځورونو لاندي دغه ډېران ښايي يوه سمبوليکه معنا ولري. دا ځکه چي سوسياليزم په دغو هيوادونو کي د هغو پرمختګونو، خوشاليو او اقتصادي پياوړتياوو په راوستلو کي پاته راغلی دی، چي ژمنه يې کړې وه.