1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په خوست کې چاودني مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

د خوست ښار د سپین مسجد لویدیځ ته د عمومي واټ تر غاړې بمي چاودنه کې خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دلته لاسي ګاډۍ چلوونکي راټولیږي او د موچیانو د کار ځای دی.

https://p.dw.com/p/3BBmX
Pakistan Anschlag Khost
انځور: DW/F. Zaher

د خوست د ولایتي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار دویچه ویلي ته وویل چې له دې پېښې ملکي روغتون ته دوه جسدونه او ۱۶ ټپیان وروړل شوې دي، چې په ټپیانو کې څلور تنه د سرحدي پولیسو سرتیري دي.

د خوست ښار یوه خصوصي روغتون «بابا» ته د پېښې مړه او ټپیان لیږدول شوې دي. یوه ډاکټر د نوم نه ښودولو په شرط دویچه ویلې ته وویل، دوی ته ۱ جسد او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي، چې وروسته یوه بل کس هم په روغتون کې ساه ورکړه. د پېښې ډېر قربیان ملکي وګړي بلل شوي دي.

یو ۱۴ کلن ماشوم فیض الله چې د تليفونونو کریډیټ کارتونه پلوري، په پېښه کې پر پښه او لاس ټپي شوی دی. هغه دویچه ویلې ته وویل: «شکست ته ناست وم، موټرسایکل ولاړ و، درې دولتي کسان ولاړ ول، ناڅاپه درز شو، لوګي او ګردونه پورته شول، خلک مړه او ټپیان شول، زما پښه هم ټپي شوه».

د پيښې یو بل ټپي چې خپل نوم عزیز ښيي، د خوست په ولایتي روغتون کې بستر شوی. هغه دویچه ویلې ته وویل: «یو دم درز شو، نه پوهیږو موټرسایکل کې و که موټر کې، د ترافیکو موټر هم ولاړ وو، په شخصي لباس کې امنیتي کسان هم ولاړ ول، چې چاودنه وشوه زه هم پکې په پرچو ولګېدم، پر پښه ټپي شوم.»

تر اوسه د دې چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د خوست ښار له مرکزي ګدام سره هم بمي چاودنه شوې وه، چې څه تلفات یې نه لرل.

د ځايي اوسېدونکو په خبره دې وروستیو کې د خوست امنیتي وضعیت تر ډېره ښه شوی، خو کله نا کله دغه شان چاودني پکښې کيږي.