1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې سيلابونو مرګ ژوبله اړولې

فرید الله ظاهر/خوست۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سیلابونو له امله اته تنه وژل شوي او نور اته تنه ټپیان شوي دي. پر دې سربیره سیلابونو په سلګونو جریبه ځمکه لاندې کړې او په لسګونو کورونه یې ویجاړ کړي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19JCu
انځور: DW

د جمعې ورځې (د ۲۰۱۳م کال د اګست دویمه) له غرمې وروسته د خوست په مرکز او ولسواليو کې ډیر بارانونه وشول او په پرلپسې توګه لا هم اورښتونه دوام لري.

د اورښتونو له امله سخت سيلابونه راوتلي او يو شمېر خلکو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ترڅنګ په لسګونو کورونه ویجاړ کړي او په سلګونه جريبه ځمکه د اوبو لاندې شوې ده.

د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ دويچه ويله ته وويل، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د خوست په مرکز متون، صبريو او باک ولسواليو کې د سيلابونو له امله اووه کسان وژل شوي او نهه تنه بیا ټپیان شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوس هم په بېلابېلو سيمو کې تازه سيلابونه راوځي او د يو شمېر خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دی. د ځدراڼ په وینا پوليس په بېلابېلو سيمو کې سیلاب ځپلو کسانو ته مرستې رسولي، چې په دغه ترڅ کې دوه پوليس ژوبل شوي هم دي. ځدراڼ زیاته کړه: «د دې ترڅنګ په يو شمېر سيمو کې زياتو اورښتونو او سيلابونو يو شمېر کورونه نړولي او سلګونه جریبه کرهڼیزه ځکمه اوبو لاندې کړې ده، خو په اړه یې دقيق معلومات نه شته.»

د رپوټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې څلور ښځې او څلور نارینه شامل دي. د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو ترڅنګ د خوست په زياتره سيمو کې سيلابونو د يو شمېر ولسواليو لارې هم بندې کړي دي او د خوست له مرکز سره د تګ او راتګ اړيکې پرې شوي دي.

دا لارې د ځاځي ميدان او باک ترمنځ د چنارګي، د صبريو د خلبستات، د متون د خبش خېلو ، د لکڼو او د اسماعيل خېلو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې موجودې دي.

د خوست ځايي چارواکي وايي چې د خوست والي په دې تړاو له اړونده چارواکو سره بیړنۍ غونډه تر سره کړې ده او پلاوي ته یې دنده سپارلې چې ولسوالیو ته سفرونه وکړي او له زیانمنو شوو خلکو سره مرستې وکړي.

د خوست د صبريو سيمې يوه اوسيدونکي سيف الله دويچه ويله ته وويل، چې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.