1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي پر پوليسو ځانمرگي بريد سوی او په پکتيا کي هليکوپتر رالوېدلې ده

۱۳۸۹ خرداد ۱۰, دوشنبه

د خوست ولايت امنيتي مسوولين وايي چي بريد تير ماښام ناوخته د کاروان سرای په سيمه کي د عامه نظم د پوليسو پر مرکز تر سره سوی...

https://p.dw.com/p/NdYL
بريد کونکي غوښتل چي د موټر بم سره د پوليسو مرکز ته ننوزي
بريد کونکي غوښتل چي د موټر بم سره د پوليسو مرکز ته ننوزيانځور: AP

تيرماښام ناوخته د خوست په مرکز پوري مربوط دکاروان سراى په سيمه کي يو تن چي په موټر کي يې چاوديدونکي مواد ځاى پرځاى کړي ول،د عامه نظام د پوليسو د امنيتي پوستې سره يې چاودنه کړې.

د خوست ولايت د امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحاق زي د پيښي د تائيد ترڅنګ وويل، چي بريد کوونکي غوښتل چي د پوليسو مرکز ته دننه سي او هلته چاودنه وکړي. خو د پوليسو لخوا په نښه سوی او بريد کوونکي په کرول کي موټر بم ته چاودنه ورکړه.

د خوست د عامي روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمت زى وايي، چي تر پيښې وروسته ملکي روغتون ته 20 تنه ټپيان وروړل سوي،چي 10 يې پوليس ا وپاته نور ملکي وګړي دي، چي ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل دي.

سيه تر اوسه پوري د امنيتي ځواکونو لخوا کلا بنده ده او خبريالانو ته اجاره نه ورکول کیږي چي د پيښي د ځای څخه ليدنه وکړي.

د پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخستي. د طالبانو وياند چي په ټليفون کي ځان ذبيح الله مجاهد معرفي کوي، په سيمه کي خبريالانو ته ويلي دي، چي بريد دوۍ يو تن ملګري د يو ډاډسن موټر پواسطه، چي دوه ټنه چاوديدونکي توکي پکښي ځاى پر ځای سوي ول تر سره کړی.

هغه ادعا کوي، چي په بريد کي يې 19 تنه پوليس وژلي او ډيری نور يې ټپيان کړي دي.

بله خوا تير ماښام د پکتيا ولايت د ځاځي ايون ولسوالۍ د چوڼۍ په سيمه کي د ناټو ځواکونو يوه اکمالاتي څرخي الوتکه را لوېدلې ده.

په جنوب ختيځ زون کي د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چي دغه روسۍ هلکوپتر وه، چي بهرنيو ځواکونو ته يې اکمالات کول او دکښېناستو پر مهال د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده.

سرچينه زياتوي، چي د الوتکي يوه برخه لږ خرابه سوي او پيلوټ يې هم وژل سوى دی.

خو د وسله وال طبالبانو وياند بيا وايي چي دغه څرخي الوتکه ددوئ ملګرو ويشتلې او راغورځولې يې ده. هغوئ ادعاکړې، چي په الوتکه کي يې بهرني عسکر وژلي. خو د ناټو مطبوعاتي دفتر دا ادعا نه مني.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل