1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي اوس هم ښځي د تاوتريخوالي سره مخ دي

۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبه

خو د خوست ولايت د ښځو چارو رياست مسولین وايي چي په هغه ولايت کي د ښځو په وړاندي د زور زياتي کچه کښته سوې ده.

https://p.dw.com/p/QO2f
انځور: Faridullah Zahir

د هغه ولايت د ښځو د چارو ريسه حاور اميري وايي چي اوس هم په ځينو برخو کي ښځي له ستوونزو سره مخامخ دي چي له دې جملې څخه يو هم د کلتوري محدويدتونو له وجي د عمر په لوړيدو ښوونځي ته د کورنيو لخوا د انجونو نه پريښودل او د بې سيواده ښځو لپاره د مناسب کار نه پيدا کول دي.

د غونډي ځينو برخوالو هم په ټينګار سره ويلي چي اوس هم د خوست په ولايت کي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالى موجود دى، دوی وايي چي دولت بايد د مېرمنو د ستوونزو د هوارۍ لپاره له محتليفو لارو څخه بيړني ګامونه پورته کړي، او ښځي له اوسني وضيعت څخه راوباسي.

خو د خوست د ښځو چارو د رياست مشره حاوري زياتوي چي ددغه ستوونزو د هوارۍ لپاره يې جدي هڅي پيل کړي، او په يوشمير با امنه ولسواليو کي يې د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړى ترڅو خلک خپلي لوڼه ښوونځيو ته پريږدي.

نوموړي ددې ترڅنګ له خپل اړوند وزارت او مرستندويه مؤسيساتو څخه وغوښتل چي د ښځو لپاره محتليف د روزني ورکشاپونه جوړ کړي.

دا پداسي حال کي ده چي د هيواد ډيرو سيمو په څېر اوس هم په خوست کي د ښځو په وړاندي کلتوري محدوديتونو ته ډير درناوى کيږي، او له همدي امله ډيرى مېرمني او د ستر عمر انجوني له کور څخه بهر کارکولو او يا زده کړو کولو ته نه پريښودل کيږي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل