په خوراکي توکو کې تر ټولو عام د ناروغۍ عاملين کوم دي؟
د ناپاکو يا خوسا شوو خوراکي توکو له کبله هميشه انسانان ناورغيږي. خو د دغسې ناروغيو اصلي لاملونه څه دي او څنګه يې مخه نيولی شو؟
آفلاتوکسين: د فنګوس يا پوڅکيو زهر
آفلاتوکسين په طبيعت کې موجودو هغو زهرو ته وايي چې د يو ډول چڼاسو يا پوپنک له خوا توليديږي. دغه د چڼاسو سمارق يا پوڅکۍ په تېره په حاروي او نيمه حاروي سيمو کې ښه رشد کوي. دغه فنګوس په تېره خستې، تخمونه، غنم او جوار اغېزمنوي. هغه د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله هر کال د ۲۵ سلنې حاصلاتو د تخريب باعث ګرځي.
وژونکی چڼاس يا پوپنک
آفلاتوکسين په ټيټه کچه هم د اينې يا ځيګر د سرطان او د نازېږېدلي ماشوم د سو شکل سبب کيږي. لوړه کچه يې د اينې د مسمومېدو او آن مرګ باعث هم ګرځي. د خوراکي توکو پخلی هم دغه زهرجن توکي په بشپړه توګه له منځه نه وړي. له دې کبله بايد په چڼاسو يا پوپنک پوښلي خوراکي توکي ونه خوړل شي.
سالمونلا بکترياوې نه يوازې په چرک کې وي
سالمونلا هغه بکترياوې دي چې د حيواناتو په کولمو او معده کې پيدا کيږي. څوک چې ورباندې مبتلا شي، ښايي په ځان کې کوم خاص علايم ونه ويني. د خوراکي توکو ککړتيا هغه مهال صورت نيسي چې نظافت مراعات نه شي. نه يوازې چرګان او هګۍ، بلکې ګياهي چای او د کونځلو زړي هم ښايي ورباندې ککړ وي. په دې برخه کې هم پخول مرسته کوي ځکه چې دغه بکترياوې حرارت او تودوخه نه خوښوي.
د کولمو بکترياوې
ايشريشيا کولي د کولمو داسې بکترياوې دي چې زموږ په بدن کې مهمې دندې لري. هغه انسانان چې معافيتي سيستم يې ضعيف وي، ښايي له التهاب سره مخامخ شي. ډېر خطرناک بيا د ايهېک (EHEC) بکترياوې دي. دا هغه د کولمو بکترياوې دي چې زهرجن توکي رامنځ ته کوي چې د کولمو د التهاب باعث ګرځېدلی شي.
سلات بايد په پاکو اوبو ښه ومينځل شي
د سالمونلا په څېر د کولمو بکترياوې هم د حرارت په مرسته وژل کېدای شي. خو کله نا کله پر کاهو او سلات يا بادرنګ باندې هم دغسې بکترياوې پيدا کيږي. هغه نباتات او سابه چې اومه خوړل کيږي بايد تازه وي او په پاکو اوبو ښه ومينځل شي.
ليستريا: لږ، خو ډېر خطرناک دي
ليستريا هغه بکترياوې دي چې له چاپېريال سره ځان ښه عيارولی شي. هغه په بدن کې د مغزي پردو د التهاب او د وينې د مسمومېدو سبب کېدلی شي، په تېره په ماشومانو او زړو کسانو کې. د نورو بکترياوو په څېر هغه هم د حرارت په مرسته له منځه ځي.
ويروسونه هم شته
د نوُرو په نوم ويروس د ګرځون او استفراق يو اصلي عامل دی. د بکترياوو په څېر دغه ويروس هم د خوراکي موادو په پروسس کې د نظافت د نه مراعاتولو له کبله لېږدول کيږي. هغه تر دولسو ورځو پورې په خوراکي توکو باندې ژوندی پاته کېدای شي. د لاسونو مينځل ځکه تل ارزي. له ويروس څخه د مخنيوي لاره هم د خوراکي توکو ښه تودول او پخول دي.
د لاسونو مينځل ډېر مهم دي
خوراکي مواد د توليد او هم په کور کې د ساتلو پر مهال ککړېدای شي. د نظافت په رعايت سره سړی ځان له بکترياوو او ويروسونو څخه ساتلی او ژغورلی شي. اصلي قانون دا دی چې له پخلي مخکې بايد سړی خپل لاسونه په پاکو اوبو باندې پرې مينځي.
په پخلنځي کې نظافت ډېر مهم دی
د اومو غوښو له پاره بايد له ترکاريو څخه بېل چاقوګان او بېلې تختې وکارول شي. غوښه او کبان بايد لږ تر لږه لس دقيقې تر اويا سانتي ګرېد پورې تودوخه وويني او پاخه کړل شي.