1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په «جي ۷» غونده کي د هوا له بدلون سره د مبارزې ژمني

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د آلمان په بایرن آیالت کې د G7 سرمشریزه د د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده. په دغه غونډه کې د ۲۶ ساعتونو له پاره د نړۍ پر ستونزو بحثونه وشول. د غونډې په پای کې د چاپیریال ساتني په هکله هم یو قوي زیگنال ورکړل شو.

https://p.dw.com/p/1Fdp2
انځور: Reuters/M. Kappeler/Pool

د جي ۷، سرمشریزي یا د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هيوادونو تر دوه ورځنۍ غونډي وروسته، د نړۍ د ستونزو په هکله ۲۱ مخیزه بیانیه خپره کړه. دغه بیانیه د گډې همکارۍ له لاري له نړیوال اقتصاد څخه نیولی د نړیوال ترویزم پر ضد مبارزه، د اوکراین کړکیچ او د اقلیم بدلون موضوعات په خپل محور کې رانغاړي.

د جي اووه دولتونو په روانه پیړۍ کې د فوسیل یا د لرغوني زماني د حیواناتو او نباتاتو پاته شوي زمانې ختمولو ته مکلفیت ښوولی دی، څو د کرې د تودوخې درجه تر صنعتي کیدو دمخه زمانې ته چې دوې درجې وه وگرځوي. دغه هدف په ۲۰۰۹م کال کې په کوپنهاگن کې د ملگرو ملتونو د اقلیم ساتني د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې وټاکل شو، خو ستونزه د هغه په تطبیقیدو کې وه.

اوس د نړۍ پرمختللي صنعتي هیوادونه غواړي چې د ښې بیلگې په توگه گام واخلي، څو د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کې په پاریس کې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس له بریا سره مرسته وکړي.

په دې هکله د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل وویل: «موږ پوهیږو چې د دې هدف له پاره په ټوله نړې کې د گلخانه يي گازونو په افرازاتو کې یوه ژور کمښت ته اړتیا لرو. په همدې وجه موږ ژمنه وکړه چې په روانه پیړۍ کې نړیوال اقتصاد او صنعت له دغه گاز څخه وژغورل شي. سر بیره پر دې موږ په دې هکله هم سره سلا شو چې د نړیوال اقلیم هدف ته درسیدو له پاره هم باید د کاربن دای اکساید په تولید کې تر زیاتي اندازې همدا اوس کمښت رامنځ ته شي. موږ د اقلیم شورا سپارښتونو ته ژمنه لرو چې د ۲۰۱۰م کال په پرتله تر۲۰۵۰ کاله پوري د دغه گاز په افرازاتو کې له ۴۰ سلنې څخه تر۷۰ سلني د کمښت غوښتنه کړې او وايو چې موږ باید د دغو سپارښتونو په پاسنۍ سطح کې ځان وخوځوو.»

د چاپیریال ساتني سازمانونو په یوه خوله د دغه ناڅاپي خو واضحې وینا هرکلی کړی دی. د «جرمن واچ» څخه کریستوف بالس، چې د اقلیم تړون په هکله خبري اتري له څو کلونو راهیسې څاري، خوشبیني ښوولی ده. هغه وایي: «د ټولو په پام کې نیولو سره دا په دې معنی ده چې «جې۷» له فوسل انرژۍ څخه لاس اخیستل په خپلي نړیوالي اجنډا کې شامل کړي دي.

بله موضوع چې انگيلا میرکل غوښتل په هکله یې یو قوي پیغام واستوي هغه په نړیواله کچه د ځنځیري تدارکاتو په هکله د ټولنیز معیار خپلولو موضوع وه. هغې په دې هکله وویل: «موږ د زنځیري تدارکاتو او تأمیناتو په اړه ستره دنده لرو، معنی دا چې له دې دندې سره موږ نه یوازي په خپلو هیوادونو، بلکي په هغو هیوادونو کې چې زموږ شرکتونه تولید کوي، د کار د شرایطو د ښه کولو هڅه وکړو. موږ د بنگله دیش د رانا پلازا ویرونکي انځورونه له یاده نه دې ایستلی. زه خوښه یم چې د کار له نړیوال سازمان سره په گډه بریالي شوو چې خپله ژمنه پوره کړو، څو۳۰ میلیون یورو د دغي پیښې د قربانیانو د کورنیو له پاره بېلي کړو. دا کار اوس سرته ورسید.»

د روسیې په هکله د «جي ۷» سرمشریزي د یووالی یو څرگند پیغام هم واستاوه او هغې داسي چې د اړتیا په صورت کې د روسیې پر وړاندي د بندیزونو لا سختولو ته یې چمتو وښود. د جي اووه سرمشریزي له لورې په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې د بندیزونو احتمالي لیري کیدل، د مېنسک د سولي له تړون سره تړلي دي.

د دې ترڅنگ د ایلماوو په ماڼۍ کې بله موضوع د یونان، وه چې د توقعاتو برخلاف یې په هکله لږ خبري شوي دي. د بایرن په غرنۍ سیمه کې د جې اووه سرمشریزي په وروستۍ ورځ انگيلا ميرکل په مطبوعاتي کانفرانس کې یووار بیا په څرگند ډول وویل چې له آتن سره د بسپنه ورکوونکو یوه توافق ته د رسیدو وخت مخ پر ختمیدو دی.

د یونان له صدراعظم الیکسیس سیپراس، سره خبري اتري د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د لاتین امریکا او اروپایي ټولنې د سرمشریزي په څنډه کې پلان شوي دي.

G7 Gipfel Schloss Elmau Outreach Konferenz Gruppenfoto
انځور: Getty Images/AFP/R. Michael