شخړي
په جوزجان کې چاودنې شپږ ملکیان وژلي
۱۳۹۹ تیر ۴, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د معلوماتو له مخې د «وسایطو ضد یو ماین د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ په قلعه فروک کې د یوې عرادې ریکشا له عبور سره سم وچاودید.»
د هغه په خبره په پيښه کې شپږ ملکیان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. ارین د دغه بمي چاودنې له پاره طالبان مسئول ګڼلي.
دغه پېښه د سیمي په وخت د سه شنبې په مازیګر رامنځ ته شوې ده. په افغانستان کې په وروستیو کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی. د جوزجان د پيښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.