1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي افريقا کي کومي تيروتني سوي دي؟

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

شل کاله مخکي په جنوبي افريقا کي د «حقيقت موندنی کميسيون» خپل کار په ټپه ودراوه. له هغه راهيسي هلته ټولنيز توپيرونه مخ پر زياتيدو دي. څارونکو دا معلومه کړې ده چي په دې بهير کي سپين پوستو ته هيڅ تاوان نه دی رسېدلی.

https://p.dw.com/p/37J2j
نیلسن مندیلاانځور: Getty Images/AFP/W. Dhladhla

د افريقا په وچه کي د جنوبي افريقا هيواد ته د اميدوارۍ هيواد په سترگه کتل کيږي. په ۱۹۹۴م کال کي د آپارتايد دورې تر ختميدو وروسته، په «کِپ» کي رنگارنگ مليتونو، ريښتيني ديموکراسۍ ته، د هغه سياسي پړاو اوښتل ولمانځه چي د جنوبي افريقا اوسيدونکي يې آينده ته اميدواره کړي ول.

په هغه وخت کي نلسن مانديلا د پخلايني داسي يوه هڅه پيل کړه چي د اکثريت سپين پوستو او تور پوستي اولس ترمنځ د خونړيو نښتو زخمونه، تر يو ځايه مرهم کړل.

خو په نننۍ جنوبي افريقا کي بيا د بډای او بې وزلي او همدارنگه د تورپوستو او سپين پوستو ترمنځ ډير توپير ليدل کيږي. دا کار په جنوبي افريقا کي د بې ثباته اقتصاد او ټولنيزي نابرابرۍ سبب گرځيدلی دی.

په « کِپ کي معجزه» په نامه تر سياسي بدلون ۲۴ کاله وروسته، اوس د جنوبي افريقا زياتره اوسيدونکي له ځانه دا پوښتنه کوي چي کومي تيروتني رامنځته سوي دي؟

سپين پوستو ته کوم زيان نه دی رسېدلی. په يوهانسبورگ کي ټولنيز پوهه او د فريدريش ايبرت بڼسټ کارکوونکې، تيسا دوومس وايي، چي «تر مانديلا مخکي، د آپارتايد حکومت سره د سياسي جوړجاړي پر وخت بايد گذشت سوی وای او دا ډيري سختې پريکړي وې». خو دا کار سخت عواقب لرله.

تيسا له دويچه ويلي سره په مرکه کي وويل: «د جنوبي افريقا سپين پوستي اوس هم د شتمنيو لويه برخه په واک کي لري، که څه هم هغوی د اولس يوه کوچنۍ برخه ده. هغوی ته اجازه ورکړل سوې ده چي خپله شتمني له ځانه سره وساتي او د اوسني سياسي سيستم له مخي ترې گټه واخلي. سپين پوستو هغه وخت ډيري ښې معاملې وکړې، دا ځکه چي د جنوبي افريقا اقتصاد يې په لاس کي وو، له همدې کبله يې کوم زيان هم ونه ليد.»

Symbolbild Südafrikas Wirtschaft -  Arbeitslosigkeit
په جنوبی افریقا کی بیکاری او خراب اقتصادانځور: Imago

تيسا دوومس، د يوې تور پوستي په توگه په جنوبي افريقا کي رالويه سوې ده. د هغې هغه وختونه هير نه دي چې نژادي توپير پکښې وو. د هغې په خبره د آپارتايد اغيزې اوس هم ددې پر ورځني ژوند اغيز لري چي يو دليل يې د حقيقت او پخلايني کميسيون پلټني دي.

له ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۸م کاله پوري پوري د جنوبي افريقا په ښارونو او کليو کي به قربانيانو په اوښکو ډکو سترگو سره په عام محضر کي خپلي کيسې کولې، خو د دوومس په خبره به مجرمين محکمو ته نه کشېدل.

د اکتوبر پر ۲۹ نيټه ددغه کميسيون د لغو کيدو شل کاله پوره سول. د نلسن مانديلا له بڼسټ څخه، ويرنه هاريس چي په نوي يمو کلونو کي په خپله د «حقيقت موندنی کميسيون» غړی ؤ، وايي چي هغه سياسي وسيلې چي هغه وخت يې ټولنيز بدلون ته لمن وهله، نور له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.

هغه زياتوي: «که موږ د کميسيون لارښوونو ته برتري ورکړې واي،  نن بيا جنوبي افريقا بل ډول ښکاريدلای. که څه هم اوس ډير څه په حقيت بدل سوي، لکه د رسنيو آزادي، خو بيا هم سپين پوستانو وکولای سول د انکار کولو پر وخت ځانونه وباسي.»

د هاريس په خبره نه يوازي د حقيقت موندنی په کميسيون، بلکي له ۱۹۹۴م کال مخکي هم، په سياسي جوړجاړيو کي تيروتني رامنځته سوي دي. خو حکومت په هغه وخت کي څه چي کولاي سول، هغه يې وکړل. جنوبي افريقا له کورنۍ جگړې سره مخامخ وو.

مانديلا له خپلو همکارانو سره د خپلواکي قضا او عصري قانون بڼسټ کښيښود. د هاريس په خبره تر مانديلا وروسته، د تابو مباکي، حکومت بيا له دولتي پانگوني څخه په سؤ استفادې سره د زوما د دورې له پاره داسي زمينه برابره کړه چي په دولتي پانگونو کي اداري فساد رامنځ ته سي. د هغه په خبره د آينده له پاره کومه اميدواري نه ليدل کيږي، اوس بايد ريښتني تدابير ونيول سي.