1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي په زرونو انسانان ورک دي

۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبه

په جرمني کي ۱۱۰۰۰ انسانان ورک دي چي ډیر یې کوچنیان هم دي. په داسي حال چي د ډیرو کسانو قضیې ډیر ژر معلومي سوي، د نورو دا بیا له کلونو او حتی لسیزو راهیسي روښانه نه دي.

https://p.dw.com/p/3AawD
Deutschland | Der Fall Katrin Konert
انځور: picture-alliance/dpa/H.-J. Wege

د جرمني د مرکزي احصايي دفتر ويلي دي چي په جرمني کي د زرونو دغو ورکو سوو کسانو تر۷۰۰۰ زيات تر ۱۸ کلنۍ کښته دي. تقریباً نیمايي ورک سوي نابالغه کسان هغه مهاجر ځوانان دي چي بې سرپرسته يا بې والدینو جرمني ته راغلي دي.

د روان کال د اکتوبر مياشتي تر لومړۍ نیټې پوري تقریباً۳۵۰۰ بې سرپرسته نابالغه کوچنیان او نوي ځوانان د ورکو سوو کسانو په توگه درج سوي ول چي ۹۰۲ کسان یې ۱۳ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي. خو د احصايي دفتر په حواله کیدای سي دغه تعداد ډیر واقعیت هم ونه لري، ځکه ډیر بې سرپرسته مهاجر په دوو نومونو باندي او یا هم څو ځایه ثبت سوي وي او اکثره یې اسناد هم نه لري.

Vermisstenfall Peggy Knobloch
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د پیگي قضیه  

په داسي حال چي د ډیرو ورکو سوو کسانو قضیې ډیر ژر او په څو ورځو کي روښانه سي، خو ځیني بیا حتی له ۳۰ کلونو راهیسي ورک دي او پولیسو یې هم په اړه توضیحات نه دي ورکړي. د ځینو کسانو قضیې ډیري جنجالي او مشهوري وي، لکه په پیگي پسي پلټنه، چي ۲۵ کاله وروسته یې د جسد آثار پیدا سول. خو ددغي قضیې په ارتباط دوې اوونۍ دمخه د یوه شکمن کس تر نیولو وروسته لا هم د پیگي قتل نه دی روښانه سوی. تجربې ښيي چي یوازي د تقریباً۵۰ فیصدو ورکیدو قضیې په لومړۍ اوونئ کي توضیح کیږي.

Kinderspielplatz in Köln
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gambarini

نه یوازي کوچنیان او زلمیان، بلکي متقاعدین هم ورکیږي

د جرمني د مرکزي احصايې دفتر په حواله د ورکو سو کسانو دوه پر دریمه برخه نارینه دي. تقریباً نیمايي یې بیا کوچنیان او نوي ځوانان دي چي ورکیدل یې مختلف دلایل لري: «مثلاً په مکتبونو کي یا له والدینو سره مشکلات او یا عاشقي او نور دلایل.» خو اکثرأ بیا متقاعدین هم وي.

د یوې متقاعدي ښځي د تښتولو او ورکیدلو قضیه سږکال ډیر مشهوره سول. داسي چي د نوامبر مياشتي په نیمايي کي یوه ماهیگیر له هامبورگ سره نژدې د یوې۸۰ کلني ښځي جسد او مړئ پیدا کړ چي له دوو اونیو راهیسي ورکه سوې وه.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.03.2018)