1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جرمني کي يوه پېغله بدلمنۍ ته مجبوره کېده»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

په جرمني کي د يوه راپور له مخي پر يوه افغان او د هغه پر نامزادې باندي تور دی چي يوه بله افغانه يې په مياشتو بدلمنۍ ته مجبوره کړې وه. ښایي د مونشن یوه محکمه نن په دې هکله خپله پریکړه واوروي.

https://p.dw.com/p/3HFlg
Symbolbild Menschenhandel Zwangsprostitution
انځور: Fotolia/Yuri Arcurs

د جرمني خبري آژانس (dpa) د راپور له مخي پر دغه نارينه او د هغه پر نامزادي باندي تور دی چي يوه پېغله يې په کورکي د بندۍ په شان ساتلي او ځورولې ده، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ نارينه وو سره بدلمنۍ ته مجبوره کړې ده. ويل سوي دي چي دواړه اړخونه، تورن او قرباني د افغانستان وگړي دي. اوس پر دغو کسانو باندي د په زوره بدلمنۍ، د انسان استثمار او جنسي تيري تورونه لگول سوي دي. د روان میلادي کال په سر کې د محاکمې د پېل پر مهال دواړو تورنو کسانو پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي وو.

د اقامې دعوا پر اساس دغه نارينه په ۲۰۱۷م کال کي په انلاين-چټ کي له يادي پېغلي سره معرفي سوی او هغه (پيغله) يې د واده په ژمني له برلين څخه مونشن ته بېولې وه.

له دغي پېغلي سره تر جنسي اړيکي وروسته يې بيا هغې ته ويلي دي چي دا خو نور پېغله نه ده او په ده پوري اړه لري.

تر يوې مياشتي وروسته بيا دغه ځوانه ښځه د انترنيت له لاري بدلمنۍ ته وړاندي سوې. د راپور له مخي پر دغي ښځي څو واري په خپل اپارتمان کي جنسي تيری سوي او هغه يې په مرگ گواښلې وه.

پر دې سربيره هغوی پر دغي ښځي فشار راوستی وو چي که يې سرغړونه وکړه، نو کورنۍ ته به يې د بدلمنۍ او داچي نور دا پېغله نه ده خبر ورکړي.

بالاخره د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کي دغي ځواني ښځي د يوه نارينه په مرسته پوليسو ته مراجعه کړې.

N.Z/S.R(dpa)

زموږ له ارشيف څخه: