1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې ورښتونو او سيلابونو ۱۰۰ تنه وژلي

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

په جاپان کې تر حد زيات اورښتونه د انسانانو له پاره په سرخوږي بدل شوي. تر اوسه ډير کسان لادرکه دي. د هيرو شيما د څو ميليوني ښار شا او خوا سيمې ډيرې اغیزمنې شوي دي.

https://p.dw.com/p/313YC
Japan Überschwemmungen
انځور: Reuters/Kyodo

په جاپان کې توپانونو او غير عادي اورښتونو د نژدې ۱۰۰ انسانانو ژوند اخيستی دی. دا خبره حکومتي وياند یوشيهايده سوگا، وکړه. هغه زياته کړه چې تر اوسه د ۸۷ تنو مړينه تائيد شوې ده. همدا راز په دې ترڅ کې ۱۳ نور کسان هم مړه موندل شوي دي. سربيره پر دې اوس هم یو شمير انسانان لادرکه دي.

د دوشنبې په سهار په لويديځو او مرکزي سيمو کې چې ډيري اغیزمنې شوې وې، باران دريدلی دی. هلته ډير کلي په بشپړه توگه سیلابه لاندې کړي ول او د ځمکې ښويدو له کبله اغیزمن شوي ول. د هوا پيژندنې ادارې د اغیزمنو سيمو له پاره د خطر درجه په لومړي سر کې راټیټه کړې ده خو چارواکو د ځمکې ښويدو له خطره خبرداری ورکړې دی.

 په دې منځ کې د سيلاب د زور تر ختلو وروسته ژغورونکې عمله هم هغو سيمو ته په رسیدو توانيدلې چې مخکې ورته ورتگ سخت وو. چارواکو هلته په ويجاړو شويو کورونو کې د نورو مړيو او ټپيانو په هلکه هم انديښنه څرگنده کړې ده.

Japan Überschwemmungen
مرستندويان په يوه ويجاړ شوي کور کې په ژونديو پسې لټه کويانځور: Reuters/Kyodo

د حکومتي وياند يوشيهايده سوگا، په حواله په ټولیزه توگه ۵۴ زره مرستندويانو چې عسکر او پوليس هم پکښې شامل دي، د بندو پاته شويو، ټپيانو او مړو په لټه کې دي. لومړي وزیر شينزو ابې، غږ کړی چې د انسانانو د موندلو له پاره دي له هرې لارې چارې کار واخيستل شي. هغه وويل: «موږ ډير کم وخت لرو.»

د تلفاتو شمير ښايي نور هم لوړ شي

له اورښتونو او سيلابونو څخه تر ټولو زياته د هيروشيما شا او خوا سیمه اغيزمه شوې ده. هلته ۳۷ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. د جاپان په جنوب لويديځ شيکوکو سيمه کې ۲۲ کسان وژل شوی او په سونو رزه د سيلابونو له کبله د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

نورو بيا د کورونو پر بامونو پناه اخيسته وه او د ژغورونې په انتظار ول. په ټولیزه توگه د جاپان د ۱۹ اداري سيمو پر کابو ۶ ميليونه وگړو د کورونو د پريښودو غږ شوی وو. د کويدو خبري آژانس په حواله په سونو کورونه زيانمن شوي دي.

dpa, afd(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: