1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ۲۵ تنه وژل شوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړې له پاره د یوه سیاسي حل لارې پيدا کولو هڅې جریان لري، په دغه هیواد کې له تاوتريخوالي ډکې نښتې روانې دي. په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي.

https://p.dw.com/p/3KM7a
Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغان چارواکو په حواله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د وسله والو نښتو په پایله کې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

د تخار ولایتي شورا غړي صلاح الدين برهاني ویلي دي چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د شدیدو نښتو په پایله کې ۴ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل لوري ته د زابل د ولایتي شورا غړی هاشم ګرانی وایي چې په دای چوپان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په نتیجه کې ۸ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

په همدې منځ کې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي. د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ د وسله والې نښتې په پایله کې د پولیسو د یوه مامور په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

سربیره پر دې له کندز ولایت څخه هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د چهارشنبې په شپه د کندز په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې کوچنۍ پوستې احتمالاً د یوه اشتباهي هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنه سرتيري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. 

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې بیا یو ملا امام وژل شوی. دا اتم دیني عالم دی چې د تیرو دریو میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې وژل کیږي. د ننګرهار یوه ولایتي چارواکي ویلي دي چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د دغو وژنو مسئول طالبان دي او که د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګره ډله. 

dpa/kh/sn