1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تقسيم ميدان کي اخ و ډب

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د ترکيې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان د زغم کاسه نوره ډکه سوې ده. د استانبول والي اعلان وکړ، چي له مظاهره کوونکو څخه ئې د تقسيم ميدان د پاکولو له پاره پوليس ليږلي دي. په ميدان کي تر نيمي شپې پوري اخ و ډب روان وو.

https://p.dw.com/p/18o3Z
Protesters run as riot police fire teargas during a protest at Taksim Square in Istanbul June 11, 2013. Turkish riot police fired volleys of teargas canisters into Istanbul's Taksim Square, centre of protests against Prime Minister Tayyip Erdogan, driving thousands into narrow side streets, witnesses said. REUTERS/Osman Orsal (TURKEY - Tags: CIVIL UNREST POLITICS)
Istanbul Proteste und Gewalt Taksim Platz 11.06.2013انځور: Reuters

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان په دغه هيواد کي د مظاهرو په ۱۲ ورځ وويل چي «دغه برخه نوره تمامه ده» او «موږ نور دا زغملای نه سو».

دغه محافظه کاره لومړي وزير په انقره کي د خپل گوند (عدالت) له استازو سره د خبرو پرمهال په ځانگړې توگه د دغه هيواد له پوليسو څخه مننه وکړه. له يوولسو ورځو راهيسي د اردوغان حکومت د کمزوره اقتصاد پرضد په دغه هيواد کي سراسري مظاهرې رواني دي.

د استانبول په زړه تقسيم ميدان کي تر نيمي شپې پوري بيا، د دولت پرضد احتجاج کوونکو او قهرېدلو پوليسو ترمنځ اخ و ډب روان وو. پوليسو په دغه ميدان کي پر راټولو سوو خلکو باندي د اوښکي بهونکی گاز مرمۍ او اوبه اورولې او ځوانو فعالانو بيا پوليس په ډبرو او اورونو ويشتل.

په تکسيم ميدان کي تقريباً ټوله شپه اخ و ډب روان وو
په تکسيم ميدان کي تقريباً ټوله شپه اخ و ډب روان ووانځور: Reuters

د استانبول والي حسين اوني متلو، د ترکيې د تلويزيون له لاري ويلي دي، چي د تقسيم ميدان د پاکولو له پاره به د امنيتي ځواک عمليات د شپې او ورځي تر هغه مهاله پوري روان وي، تر څو ميدان نه وي خالي سوی.

د راپورونو له مخي په تقسيم ميدان کي د مظاهرو په دوولسمه ورځ د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب تر بل هروخت بدتره وو. ويل کيږي چي په دغه لگه درگه کي ۳۰ تنه ټپيان سوي هم دي.

پوليس يوازي د سهار خواته د زغروالو ټانکونو په مرسته په دې وتوانېدل چي په تقسیم ميدان کي لږ حالت نورمال کړي.

نړيوالي نيوکي

د ملگرو ملتونو عمومي منشي پر ټولو اړخونو ږغ کړی دئ، چي د ډيالوگ له لاري يوه سوله ييزه حل لاره ومومي. هغه په نيويارک کي ويلي دي چي د بيان آزادۍ ته بايد احترام وسي.

په ميدان کي تر سهاره اخ و ډب روان وو
په ميدان کي تر سهاره اخ و ډب روان ووانځور: Reuters

سپيني ماڼي هم دې ته ورته تبصره کړې ده. د امریکا د جمهوري رياست يوه وياند کيتلين هايدن، ويلي دي، چي د امریکا متحده ايالات له خپل نژدې ملگري ترکيې څخه دا تمه لري چي د بيان بنسټيزه آزادي په پام کي ونيسي.

د ترکيې د لومړي وزير اردوغان په خبره د دغه هيواد په يوه نيمه اوونۍ مظاهرو کي څلور تنه چي درې تنه ئې مظاهره کوونکي او يو پوليس دی وژل سوي دي.

د دغه هيواد د روغتيايي چارواکو په خبره په دغه مظاهرو کي تر اوسه پوري د پوليسو په گډون نزدې ۵۰۰۰ انسانان ټپيان سوي هم دي.

په ترکيه کي مظاهرې لومړی د يوه پارک پر سر باندي پيل سوې چي دولت خوښتل هغه له منځه يوسي او پرځای ئې ودانۍ آبادي کړي. خو اوس مظاهرو د اردوغان په حکومت کي د بدلون راوستلو بڼه غوره کړې ده.