1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کي پیاز یوه سیاسي موضوع گرزیدلې ده

۱۳۹۸ فروردین ۳۰, جمعه

بیکارۍ او د لیرې (د ترکيې پولي واحد) ارزښت بايللو د ترکانو پیسې لا پخوا د هغوی له جیبو څخه ایستلي وې، خو اوس بیا د غذايي موادو لوړو بیو دغه بحران نور هم شدید کړی دی.

https://p.dw.com/p/3H4mJ
Markt  Diyarbakir Türkei
انځور: Getty Images/AFP/I. Akengin

د جمهوررييس رجب طیب اردوغان حکومت ورځ تر بلي خپل اعتبار بایلي او تل د هغه د حلولو کوښښ کوي. ډیرو ترکانو دغه بحران ته د یوه مطلق خطر په سترگه کتله او دا دئ اوس بیا دغه بحران نور هم شدید سوی او د هغوی ټول ورځنی ژوند تعینوي.

د روان ميلادي کال په جنورۍ میاشت کي لا د ترکيې د پولي واحد «لیرې» بحران اکثریت ترکان متأثره او په اصطلاح د هغوی اشپزخانو ته ورداخل سو. حیرانونکې خبره داده چي په یوه زراعتي هیواد لکه ترکیه کي د میوو او سابو قیمتونه په بې ساري ډول سره لوړ سوي دي.

Türkei Istanbul Gemüseladen
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hackenberg

د مارچ مياشتي پر۳۱ نیټه تر محلي انتخاباتو وروسته حالت نور هم خراب سوی. اوس هلته د یوه کیلو پیازو بیه لسو لیرو یا یونیم یورو ته پورته سوې ده. دغه بیه د تیرکال په مقایسه تقریباً درې برابره لوړه ده. دا کار خصوصاً ترکان ډیر په غوسه کوي، ځکه چي پیاز د دوی په اساسي خوراک کي شامل دي.

Türkei Istanbul Tomaten auf Markt
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hackenberg

یوه ترکي چي د استانبول د باسپورس د برخي په یوه مارکيټ کي یې عادي سودا کوله، شکایت وکړ چي «ما دغسي یو حالت هیڅ وخت نه دی لیدلی.» ځکه چي پخوا به پیاز، پټاټې او رومیان د ترکانو په خوراک کي شامل وه، خو اوس هغه هرڅوک رانیولای نه سي او یو لوکس شی گرزیدلی دی. په مارکيټ کي یو دوکاندار بیا وايي چي «زموږ زراعت نور ختم دی.» هلته نور شی پاته نه دي، ځکه نو هرڅه گران سوي دي.

Ekrem İmamoğlu, türkischer Politiker der Republikanischen Volkspartei
انځور: Getty Images/Y. Akgul

په همدې حال کي بیا «لیره» هم خپل ارزښت بایلي او شپږ لیرې لا یوه یورو هم ارزښت نه لري. يو وار خو حتی ۸ لیري يوه يورو کيدله. له ۲۰۱۷م کال راهیسي د ترکيې پولي واحد «لیرې» خپل ارزښت له لاس ورکړی دی او تقریبأ ۳۰ سلنه راکښته سوې ده. ځکه نو د مارچ مياشتي په محلي انتخاباتو کي حاکم محافظه کاره گوند(AKp) سخته ماته وخوړه او دوه مهم ښارونه، لکه استانبول او انقره یې د اپوزیسون په مقابل کي بایلوله. کارپوهان همدغه کمزوری اقتصاد په انتخاباتو کي د AKP د خرابو نتایجو یو مهم فکټور بولي.

زموږ د آرششیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.03.2018)