1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کې د سوریې په اړه سلامشورې

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

ښکيل اړخونه پر يوه ميز: د ترکیې ولسمشر د هغه غونډې کوربتوب کوي چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ايران جمهور رئيس حسن روحاني به پکښې د سوریې پر کړکيچ خبرې وکړي. د ترکیې حکومت د مهاجرو د يوې نوې څپې ويره لري.

https://p.dw.com/p/3PeaK
Russland Iran Türkei Erdogan Putin Rohani Sotschi
انځور: Reuters/S. Chirikov

ترکيه، روسيه او ايران غواړي چې د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۶ مه) په انقره په تېره بيا د سوریې د ياغيانو پاخه سنگر ادليب چې پر سر یې سخته جگړه روانه ده، د ناوړه وضعيت په اړه خبرې وکړي.

د ترکيې د معلوماتو په حواله به پر دې سربيره د دريو مشرانو د تمرکز بله موضوع د سوریايي مهاجرو په خپله خوښه ستنېدل وي. زياته شوې ده چې د دغو مشرانو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې هم په پام کې نيول شوي دي.

په ادليب کې کابو درې میليونه انسانان ژوند کوي. د سوریې حکومت پر دغه سيمه د نورو بریدونو گواښ کړی دی. په هغه صورت کې کيدای شي په سونه زره انسانان ترکیه ته مخه کړي او له هغه ځايه بيا اروپا ته.

اردوغان له همدې کبله د جگړو د بيا پراخيدو مخه نيول غواړي. ترکيې اوسمهال تر ۳،۶ میلیون زياتو سوريايي مهاجرو ته ځای ورکړی دی.

ترکيه په سوريه کې د بېلا بېلو ياغي ډلو ملاتړ کوي. ايران او روسيه بيا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پلويان دي. په اصطلاح د آستانې په پروسه کې دغه درې هيوادونه له ۲۰۱۷م کال راهيسې د سوریې جگړې د حل په لټه کې دي خو تر اوسه یې لږ بريالتوب لرلی دی.

د سوریې مهاجر ترکيې ته د اوښتو په انتظار ولاړ دي
د سوریې مهاجر ترکيې ته د اوښتو په انتظار ولاړ دي انځور: picture-alliance/AP Photo

د تېر کال په سپتمبر مياشت کې پوتين او اردوغان په ادليب کې د يوې حایلې ساحې د رامنځته کولو پر سر توافق ته رسېدلي ول. هغه وخت هم بايد د حکومت د تهاجمي عملياتو مخه نيول شوې وای.

خو دغه تړون پر نورو سربيره له دې کبله هم ناکام شو چې د سيمې تر ټولو قوي ياغې ډلې «حيات تحرير الشام» ځان د دې توافق پابند نه باله.

روحاني اوس د ياغيانو په دغه پاخه سنگر کې د جگړې د دوام غوښتنه کوي. نوموړي انقرې ته تر سفر دمخه وويل: «په ادليب کې لا ترهگر موجود دي او له دې کبله اړينه ده چې هلته جگړه دوام پېدا کړي.»

روسيه، ترکيه او ايران پر دې سربيره د سوریې له پاره د اساسي قانون د رامنځته کولو هڅه کوي. د اگست مياشتې په پای کې د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د فرانسې په بياريڅ ښار کې د اوو صنعتي هيوادونو په سرمشریزه کې ويلي ول چې دغه ډول يوه سياسي پروسه ښايي ژر پېل شي.

زموږ له آرشيف څخه: