1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کې د بشري حقونو فعالان نيول شوي

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

په ترکيه کې د بشري حقونو لس فعالان د ترهګرۍ د تور له کبله په تحقيقاتي بند کې دي. په دوی کې د بخښني د نړيوال سازمان «ايمنسټي انترنيشنل» د ترکيې مشره او يو آلمانی فعال هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/2ghuF
Türkei Gericht in Istanbul
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis

د ترکیې يوې محکمې د بخښنې د نړيوال سازمان د ترکیې د مشرې ايديل يسر، او د نورو پنځوو فعالانو تر نيولو دوه اوونۍ وورسته دوی تحقيقاتي بند ته استولې دي. د بخښنې نړیوال سازمان یا ايمنسټي انترنشنل د معلوماتو په حواله په نيول شويو کې د آلماني پيتر شټيودنر، ترڅنګ يو سويدنی او د بشري حقونو ډير مهم ترکي فعالان شامل دي. ایديل يسر د دې سازمان د ترکیې د برخې مشره، همدا راز اوزلم دالکيران او د «هیلسنکي سيتیزنز اسمبلي» بنسټ ايښونکې او د ښځو د حقونو فعاله الکنور اوستون هم په نیول شویو کسانو کې شامله ده.

د بخښنې نړيوال سازمان د ترکیې کارپوه اندريو ګاردنر، وويل چې په استانبول کې قاضي د بشري حقونو نور څلور فعالان د محاکمې تر جريان پورې د ضمانت په بدل کې آزاد کړي دي. دا چې ولې په يو ډول قضيه کې بيل بیل ډول تصميمونه نيول شوی، لا روښانه نه ده. د ترکیې د قانون له مخې تورن کسان تر شپږ کالو پورې په تحقيقاتي زندان کې پاتې کيدلای شي.

د غړيتوب پرته له ترهګرۍ ملاتړ؟

د څارنوالۍ له خوا د ټولو فعالانو له پاره تحقيقاتي بند غوښتنه شوې وه. د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر حواله پر دې فعالانو د ترهګریز سازمان د ملاتړ تور لګول شوی وو، پرته له دې چې دوی یې غړيتوب ولري. دا چې دا کوم سازمان دی دا یې نه ده روښانه کړې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه فعالان د تير کال د کودتا کونکو په کتار کې درولي دي. اردوغان د فتح الله ګولين پر غورځنګ د کودتا د هڅې مسوليت وراچوي. غورځنګ په ترکيه کې د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوی.

د فعالانو د آزادولو له پاره غږونه

د ايمنسټي کارپوه ګاردنر، د فعالانو د تحقیقاتي بند د سزا په هلکه وويل: «دا په ترکيه کې په ټوله کې د بشری حقونو پر غورځنګ يو بريد دی.» نوموړي د تویتر له لارې زياته کړې چې د قاضي دا پريکړه يوه افتضاح ده چې د «درواغو د تور پر بنسټ او پرته د کوم ثبوت او منطق» یې کړې ده.

Idil Eser
ايديل يسر په ترکيه کې د ايمنسټي مشرهانځور: picture alliance/dpa/Amnesty International

د ايمنسټي انترنيشنل عمومي مشر سالیل شيټهي د فعالانو تر نيونې سملاسي وروسته د ترهګرۍ تورونه «حيرانونکي» وبلل او د دې  لسو تنو فعالانو د آزادولو غوښتنه یې وکړه.

شيټهي پر ارودغان تور ولګاو چې په اصطلاح د تصفيې په لړ کې غواړي چې انتقاد کونکي خاموشه کړي. ده وويل: «د اردوغان په ترکيه کې هيڅ مدني ټولنه، انتقاد او هيڅ د اعتصاب مکلفيت بايد وجود ونه لري.»

د  ملګرو ملتونو د بشري حقونو سترې کميسارۍ هم انديښنه څرګنده کړې چې اغيزمن کسان ښايي د ناوړه چلن ښکار شي. دوی هم د دې فعالانو د آزادولو غوښتنه کړې. د آلمان حکومت هم د دې نيونو په هلکه انديښنه ښوولې.

د فعالانو نيول

د جون پر پنځمه نيټه پوليس د «بویوکاتا» ټاپو هغه هوټل ته ور داخل شول چې د بشري حقونو فعالانو پکښې غونډه درلودله. دوی د «ديجيتالي امنيت او د معلوماتو د مديريت» په نامه يوه ورکشاپ کې سره راټول شوي ول. د دې څخه يوه مياشت مخکې د همدې سازمان يو تن سيمه ایز مشر تانر کيلچ، هم نيول شوی او په تحقيقاتي زندان کې اچول شوی وو. پر ده د ګولين غورځنګ سره د اړيکو تور پورې شوی وو. همدا راز آلمانی ـ ترکی خبريال دينيز يوچل، او آلمانۍ ژورنالسټه او ترجمانه مثال تولو کورلو، هم دمګړۍ د ترهګرۍ په تور په ترکيه کې بنديان دي.