1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي د مهاجرو په موندل شوو جسدونو کي يو افغان دی

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د ترکیې دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هیواد په دریو مختلفو سرحدي کلیو کې د درو مهاجرو جسدونه موندل شوي چې ګومان کیږي یخ به وهلي وي. د یو تن هويت تائيد شوی چې افغان دی.

https://p.dw.com/p/39QhR
Symbolbild: Steigende Zahl Flüchtlingstoter
انځور: Getty Images/AFP/M. Turkia

د «اناتولي» خبري آژانس خبر ورکړی دی چې لومړی مړی د یوه افغان مهاجر وو چې د ترکيې د شمال لویدیځ ایالت «ادرنه» په «سریم» کلي کې موندل شوی دی.

د دوو نورو مهاجرو جسدونه څو ورځې مخکې د سریم کلي په ګاونډ کې د اکچادام او اداسارخانلي په کلیو کې موندل شوي دي. د دغو دوو تنو د هویت په اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.

د اناتولي خبري آژانس په حواله د ترکيې چارواکي اټکل کوي چې دغه کسان به د سړې هوا له امله مړه شوي وي. خو زیاتوي چې مړي به یې د لا زیاتو څیړنو له پاره استانبول ته ولیږدول شي.

په عین وخت کې ترکي چارواکو یو افغان چې جمال الدين ملنګي نومیږي نيولی دی. ملنګي خبریالانو ته ویلي دي چې د یونان پولیس تر نیولو وروسته هغه په یوه کښتۍ کې کښینولی او د ایوروس رود له لارې (چې د یونان او ترکیې ترمنځ بهیږي) بیرته ترکیې ته استولی دی.

ډیر پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د دې سرحدي سیمې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. ملنګي چې ادعا کوي یو تن له دغو درو څخه چې مړي یې موندل شوي دي پيژني وویل چې یونان ته تر رسیدو وروسته د خلکو دروازې ور وټکولې تر څو مرسته ترلاسه کړي.

د اناتولي خبري آژانس د ملنګي په حواله لیکلي دي«موږ مرسته غوښتله چې په دې وخت کې چا پولیسو ته تلیفون وکړ. د یونان پولیسو موږ ونیولو. اول یې د پولیسو ادارې ته وروړلو او بیا یې له هغه ځایه رود ته چیري چې دوې کښتۍ ولاړې وي انتقال کړو». نوموړي زیاته کړه: «موږ یې په دغو کښتیو کې کښېنولو او بیرته یې ترکیې ته ستانه کړو».

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کسان چې مړي یې موندل شوي دي له ملنګي سره یوځای یونان ته رسیدلي او که یا هم له هغه څخه یې جلا اروپایې هیوادونو ته د ځان رسولو هڅه کړې وه.

د یونان چارواکو د روان کال له پیل راهیسې تر۱۴۰۰۰ زيات غیرقانوني مهاجر ثبت کړي دي. تیرکال په همدې موده کې د هغو کسانو شمیر چې په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته له همدې لارې ورغلي ول ۵۵۰۰ کسانو ته رسید.

خو د هغو مهاجرو شمیر چې اروپا ته رازي د ۲۰۱۵م کال په پرتله کم شوی دی. په دې کال چې د مهاجرو راتګ خپل اوج ته رسیدلی وو، تر یو میلیون ډیر پناه غوښتونکي اروپا ته راغلي ول. د دغو کسانو ډیری ځانونه په کښتیو کې یونان ته رسولي ول.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: