1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په تروریزم ضد جګړه کې۵۰۰ زره کسان وژل شوي

۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعه

د یوه رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د «تروریزم ضد جګړې» له پیل راهیسې په افغانستان، پاکستان او عراق کې شا او خوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/37w5B
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د براون پوهنتون له خوا د وټسن نړیوالو او عامه اړیکو انستیتوت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر۸) په خپور شوي رپوټ کې د تروریزم پر ضد جګړې له پیلیدو راهیسې د قربانیانو شمیر د ۴۸۰ زور څخه تر ۵۰۷ زرو په منځ کې اټکل شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې د وژل شوو کسانو په ډله کې یاغیان، ملکیان، پولیس، نور امنیتي ځواکونه لکه د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د نورو متحدو هیوادونو عسکر شامل دي.

د براون پوهنتون د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۶م کال د اګست میاشتې د رپوټ په پرتله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۱۱۰ زرو تنو زیات شوی دی. زیاته شوې ده چې دغه څه ښيي چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې تر ترهګریزو پیښو وروسته د تروریزم پر ضد پیل شوې جګړه لا هم څومره شدیده ده که څه هم زیاتره وخت د متحده ایالاتو د عامه محضر، رسنیو او سیاستوالو له لوری له پامه غورځول کیږي.

د دغې څیړنې لیکوالې نېتا کرافورد، پر دې باندې اعتراف کړی دی چې ښایي د قربانیانو شمیر تر دې لوړ وي: «ښایي موږ هیڅکله د دې جګړې د مستقیمو قربانیانو په شمیر پوهه نه شو.» د هغې په خبره د بیلګي په توګه داعش له لوري د عراق د موصل او نورو ښارونو د نیولو پر مهال ښایي نوموړې ډلې په لسګونو زره انسانان وژلي وي.

د دغه رپوټ له مخې په عراق کې د ۱۸۲۲۷۲ او ۲۰۴۵۷۵ زرو تر منځ ملکیان وژل شوي دي. په افغانستان کې بیا د وژل شوو ملکیانو شمیر ۳۸۴۸۰ او په پاکستان کې ۲۳۳۷۲ تنه ښوول شوی دی. همداشان په رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان او عراق کې ۷۰۰۰ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: