1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تايلنډ کي پوځي قانون اعلان سو

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د تایلنډ پوځ، پوځي قانون اعلان کړ. دغه حیرانوونکی خبر د سیاسي فساد پر ضد د څو میاشتو ناکراریو په تعقیب اعلان شو دی. د دغو ناکراریو په ترڅ کې یو شمیر انسانانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. خو پوځ بیا د یوې کودتا خبره ردوي.

https://p.dw.com/p/1C2uV
انځور: Reuters

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د می۲۰) د تایلنډ پوځ په یوه تلویزوني اعلامیه کې په دغه هیواد کې د پوځي قانون (مارشلا) اعلان وکړ. په دغه بیانیه کې دا خبره رد شوې ده چې گواکې حکومت یې له منځه وړی دی. د پوځ په بیانیه کې راغلي دي، چې د پوځي قانون اعلانول کومه کودتا نه ده، بلکې دغه کار د سولي او نظم د رامنځ ته کولو په موخه تر سره شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د نوي مؤقت صدراعظم نیواتمرونگ بونسونگ پایسان، د امنیتي سلاکار له قوله لیکلي دي چې پوځ په دې ترڅ کې له حکومت سره کومه سلا مشوره نه ده کړې. خو دا خبره یې تائید کړې ده چې کومه کودتا نه ده شوې.

د تایلنډ د صدارعظم امنیتي سلاکار پرادون پټان اټابوټ، ویلي دي: «مؤقت حکومت اوس هم له مؤقتي صدراعظم نیواتمرونگ بونسونگ پایسان، سره وجود لري. هر څه په عادي حالت کې دي په استثنا د ټولو ملي امنیتي موضوعاتو، چې مسئولیت یې پوځ لري.»

پوځيان د يوه ملي تلويزيون په ودانۍ کي- خپروني بايد بندي سي
پوځيان د يوه ملي تلويزيون په ودانۍ کي- خپروني بايد بندي سيانځور: Reuters

همداشان د تایلنډ هیواد د عدلیې مؤقتي وزیر هم ویلي دي چې حکومت خپل کنترول له لاسه نه دی ورکړی.

د تایلنډ د دفاع مؤقت وزیر د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «دا ښه خبره ده چې پوځ د هیواد امنیتي چارې پر مخ وړي. خو حکومت لا تر اوسه خپل بشپړ واک لري چې د هیواد چاري پر مخ بوځي.»

په تایلنډ کې کابو له شپږو میاشتو راهیسې ناکرارۍ ادامه لري. دغه ناکرارۍ د پخوانۍ صدراعظمې ینگلک شیناواترا پر ضد د فساد تر تورونو وروسته پيل شوې. انتقاد کوونکو پر شیناواتر تور لگوي چې د خپل ورور او پخواني صدراعظم تاکسین شیناواترا چې اوس په تبعید کې ژوند کوي، په اشارو عمل کوي.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د تایلنډ د اساسي قانون محکمې له خوا ینگلک شیناواترا، له واک څخه د ناوړه استفادې په تور مجرمه وگڼل شوه او دې کار هغه له خپلي دندې څخه استعفا ته اړه کړه. پر دې سربیره پخوانۍ صدراعظمه د وریجو د سبسایډۍ، د یوه پروگرام د ناکامیدو له یوه تور سره هم مخامخ ده.

د بانکوک په کوڅو کي پوځيان
د بانکوک په کوڅو کي پوځيانانځور: Reuters

خو له خپلې دندې څخه د هغې د گوښه کیدو سره سره، د آسیا په دغه سویل ختیځ هیواد کې په ترینگلتیا کې کمښت نه دی راغلی. داسې انديښنې هم مخ پر ډیریدو دي چې سیاسي اختلافات يو وار بیا د پخوانۍ صدراعظمې ینگلک شیناواتر، د «پیو تای» گوند پلویان لارو کوڅو ته راایستلای شي، چې د ینگلک تر استعفا وروسته ډیر ناراضه شوي دي.

په تیرو وختونو کې د حکومت او حکومت ضد پلویانو تر منځ په اخ و ډب کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان شوي دي.

د روان کال په جنوري میاشت کې د حکومت له خوا په دغه هیواد کې د دوو میاشتو له پاره اظطراري حالت اعلان شوی وو، څو د احتجاجونو پر وړاندي مبارزه وشي.