1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په بیګ باش سیالیو کې د راشد خان جنجالي ویکټ

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

په اول وار د آسترالیا په تجارتي سیالیو یا بیګ باش کې د افغانستان د کرکټ دوه لوبغاړي راشد خان او محمد نبي برخه اخیستې او د خپلو لوبډلو له پاره یې ښې لاسته راوړنې هم درلودې. خو د راشد یوې جنجالي ویکټې بیا بحثونه را پارولي.

https://p.dw.com/p/2qDpt
Cricket 2017 Hero CPL Rashid Khan
انځور: Getty Images/CPL T20/R. Brooks

د افغانستان د کریکټ په لنډ تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کرکټ د ملي لوبډلې دوه افغان لوبغاړي هر یو راشد خان ارمان او محمد نبي عیسی خیل په دې سیالیو کې ګډون کوي. راشد خان د هندوستان په پریمیر لیګ سیالیو کې تر ښه ځلیدو او د کرابین لیګ سالیو کې تر هټرک وروسته اوس په دې لټه کې دی چې د آسترالیا په دې تجارتي سیالیو کې هم ښې برياوي ولري.

د ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمد نبي عیسی خیلي هم په دې لوبو کې د میلبورن رینیګادیز لوبډلې اخيستی دی. راشد خان بیا د اډلیډا سټرایکرز په لوبډله کې لوبیږي. خو په وروستۍ لوبه کې د راشد خان له لوري یوې جنجالي ویکټې په دې راز سیالیو کې د ټکنالوجۍ د نه کاروونې پر سر بحثونه بیا را پارولي دي. 

د آسترالیا په بیګ باش لیګ کې ټولې اته لوبډلې برخه لري. د لوبو په جدول کې تر اوسه پورې لومړی ځای پیرت سکارچر لوبډلي نيولی. دغي لوبډلې تر اوسه پوري څلور لوبې کړي او ټولي گټلي دي.

BBL Australien - Renegades - Mohammad Nabi
انځور: Getty Images/D. Traynor

په دوهم ځای کې بیا د راشد خان ارمان لوبډله یعنې اډلیډا سټرایکرز بیا درې لوبې کړي او درې واړه یې د ۶ نمرو په لرلو سره ګټلې دي. د نبي عیسی خیل لوبډلې میلبورن بیا د ۴ نمرو په لرلو سره له دریو لوبو دوې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

په بیګ باش کې د افغان لوبغاړو لاس ته راوړني

د راشد خان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د بریسبان هیټ پر وړاندې وه چې په دې لوبه کې راشد خان د څلورو اورونو په ترڅ کې د ۱۹ مڼدو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول او لوبه یې د خپلې لوبډلې په ګټه تمامه کړه. تر دې مخکې اډلیډا سټرایکرز لوبډلې له سيدني سیکزر څخه لوبه وګټله. په دې لوبه کې راشد خان بیا هم د څلورو اورونو په ترڅ کې ۲۲ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړې وسوځول.

 خو په لومړۍ لوبه کې چې راشد خان د سیدنې تندرز پر وړاندي لوبېد، راشد خان وکولای شول چې د خپلې لوبډلي له پاره بیا هم د څلورو اورونو په ترڅ کې دوه لوبغاړي وسوځوي او یوازې ۲۲ منډې ورکړي. په دې لوبه کې راشد خان د غوره توپ اچونکې په توگه د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

بل لوري ته بیا محمد نبي هم د خپلې لوبډلې له پاره ښې لاسته راوړنې درلودې. نوموړي په وروستۍ لوبه کې چې د پیرت سکارچر پر وړاندې وه د څلورو اورونو په ترڅ کې د ۱۶ منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه، خو لوبه د نبي لوبډلې له لاسه ووتله. د بریزان هیټ پر وړاندې نبي بیا یوازې دوه اورونه وکړل او د ۱۴ منډو په ورکولو سره یې کومه ویکټ ترلاسه نه کړ، خو لوبه د نبي لوبډلې په خپل نامه کړه. د هوبارت هاریکن سره په لوبه کې نبي بیا د څلورو اورونو په ترڅ کې ۲۵ منډي ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه.

د راشد خان جنجالي ویکټ او تازه بحثونه

د ایډلیډا سټرایکرز او د بریزبان هیټ ترمنځ لوبې په ترڅ کې راشد خان د کریس لین مهمه خو جنجالي ویکټ ترلاسه کړه. د راشد یو توپ چې د لین په بیټ نه وو لیګیدلی خو ویکیټ ساتونکي او راشد د اوټ غوښتنه وکړه چې په نتیجه کې یې امپایر یا لوبڅار هم اوټ ورکړ. خو وروسته معلومه شوه چې هغه اوټ یا نه وو سوځیدلی.

له دې سره اوس بحثونه راپورته شوي چې ولې په دې سیالیو کې د ډي آر اس سیستم چې د ټکنالوژۍ پر مټ د توپ هدف معلوموي، نه استفاده کیږي. د کرکټ نړیوالې شورا تر دې مخکې ویلي ول چې په راتلونکو ټولو۲۰ اوریزه لوبو کي به له دې سیستم څخه کار واخیستل شي. خو دا چې ولې په سوداګریزو لوبو کې دغه سیستم نه کارول کیږي، په هکله یې لا هم بحثونه روان دي.

‌‌BBL Official Page-AG-A.K

زموږ له ارشيف څخه: