1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بیلجیم کې د پاریس د بریدګر د محکمې لړۍ پیل شوه

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

د ۲۰۱۵ م کال د پاريس د بريدونو يوازينی ژوند پاتې شوی بريد گر صالح عبدالسلام، تر هغه د مخه چې په فرانسه کې محکمې ته وړاندې شي، لومړی په بروکسل کې محاکمه کيږي.

https://p.dw.com/p/2s8oo
Belgien Prozess Salah Abdeslam in Brüssel
انځور: Reuters/E. Dunand

د ۲۰۱۵ م کال د نوامبر د پاريس خونړي ترهگريز بريدونه لا نه دي هير شوي. دې بريدونو چې فرانسې ته یې ټکان ورکړ، په ټولیزه توگه د ۱۳۰ انسانانو ژوند واخيست. د بيلجيم د سرحد څخه لږ وړاندې په کامرای سيمه کې پولیسو يو موټر چې درې تنه پکښې سپارل ول، ودراو خو تر کنترول وروسته موټر ته د تلو اجازه ورکړل شوه. همدا وو چې د پاريس د بريد يوازينی ژوندی پاتی شوی بريد گر صالح عبدالسلام، په تيښته بریالی شو.

نوموړی ۲۸ کلن د مراکشي مور او پلار زوی چې د فرانسې تابيعت لري، د بيلجيم په مولنبيک سيمه کې رالوی شوی دی. دا سيمه د افراطي اسلامپالو اصلي ټاټوبی بلل کيږي. د ده ورور براهيم له هغو اوو ځانمرگو بريد کونکو څخه يو وو چې د پاريس د بتاکلان د موسيقۍ په سالون، څو قهوه خانو او د فرانسې د فوټبال پر مشهور ميدان « Stade de France » یې بريدونه کړي ول. ويل کيږي چې صالح عبدالسلام هم د يوه ځانمرگي کمربند سره په پاريس کې وو خو بيا یې دغه غورځولی او تيښتيدلی.

د محکمې د پروسې پيل

له دوشنبې ورځې څخه (د ۲۰۱۸م کال د فيبرورۍ ۵ نيټه) عبدالسلام د بروکسل په يوه محکمه کې بايد ځواب ووايي. نوموړي د محاکمې په پيل کې له څه ويلو ډډه وکړه. په بروکسل کې د محکمې مخې ته عبدالسلام وويل چې دی به پوښتنو ته ځواب ونه وايي.

نوموړی اوس د پاريس د بريدونو او يا د بروکسل د ۲۰۱۶م کال د بريدونو په تړاو چې ښايي لاس پکښې ولري، نه محاکمه کيږي. اوس پر عبدالسلام او د ده پر يوه احتمالي شريک صوفين عياري په ۲۰۱۶م کال کې تر نيول کيدو د مخه د پوليسو د وژنې د هڅې له کبله دعوا شوې ده.  

Belgien Zeitung Het Nieuwsblad Salah Abdeslam
صالح عبدالسلام تر نيول کيدو وروستهانځور: picture-alliance/maxpp/A. Marchi

هغه وخت پوليسو د بروکسل په فوريست سيمه کې د يوې چاپې چمتووالی ونيوه. کله چې هغوی يوه کور ته ور نژدې کيږي، نو له دغه کوره پرې ډزې کيږي. درې پولیس ټپيان کيږي او په کور کې يو تن د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کيږي. دغه تن په خټه الجزايری جهادست محمد بلقيد وو.

د پلټونکو د څيړونو او تحقيقات په حواله عبدالسلام او په خټه تونسی عیاري په ۲۰۱۵ م کال کې د اروپا ته د مهاجرت د لړۍ په ترڅ کې د ترکیې او يونان له لارې لويديځې اروپا ته رسيدلي ول.

په فوريست کې د ډزو د پيښې درې ورځې وروسته دواړه احتمالي ترهگر په مولنبيک سيمه کې د پولیسو له خوا نيول کيږي. که څه هم چې د دوی له نيولو سره د امنيتي چارواکو د اوږدو بار يو څه سپک شو خو تر دې پوره څلور ورځې وروسته د ۲۰۱۶ م کال د مارچ پر ۲۲ نيټه د بروکسل په مترو او هوايي ډگر کې درې نورو اسلامپالو په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچول او ۳۲ انسانان یې ووژل. لږ وروسته  پلټونکو ته هر څه واضح شول: دا چې د پاريس او د بروکسل د بريدونو ترشا د يوې ترهگریزې هستې لاس دی او صالح عبدالسلام د دې هستې يو مهم غړی دی.

لا په ۲۰۱۶م کال کې نوموړی فرانسې ته سپارل شوی وو او د هغه راهيسې په پاريس کې په تعليقي بند کې دی. 

دی اوس د محاکمې له پاره د فرانسې د شمال د فيندلو فيل زندان ته منتقل شوی دی او د محاکمې د جريان تر پای پورې هره ورځ  د دغه ځای څخه کابو ۱۴۰ کيلومتره لیرې تر سخت نظارت لاندې د بروکسل سترې محکمې ته راوړل کيږي.

wa/ml/kle(dpa, afp, rtr) (B.S/M.S) 

زموږ له آرشيف څخه: