1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

+++ په بُن کې د سوسيال دموکراتانو د کنګرې ژوندی راپور+++

۱۳۹۶ بهمن ۱, یکشنبه

سوسيال دموکراتانو له اتحادي ګوندونو سره خبرو اترو ته لاره هواره کړه. ۳۶۲ استازو د هو او ۲۷۹ تنو د نه رايه ورکړه. په دې ترتيب د لوی ائتلاف په سر خبرې اترې شروع کېدلی شي. په دې اړه ژوندی راپور لوستلی شئ:

https://p.dw.com/p/2rFbj
Außerordentlicher SPD-Parteitag SPD-Parteivorsitzender Martin Schulz
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د مازديګر ۵ بجې ۶ دقيقې ـ د مسيحي دموکرات ګوند په ليکو کې هم د سوسيال دموکراتانو پرېکړې ته هر کلی ويل کيږي. د هېسن آيالت د لومړي وزير، فولکر بوفيې، يوه وياند وويل چې اوس بايد ډېر ژر ائتلافي خبرې اترې پيل شي. د هغه په وينا معلومه خبره ده چې د ازمايښتي خبرو اترو پايلې بايد مراعات شي.  
د مازديګر ۵ بجې ۱ دقيقه ـ د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ، د ائتلاف په سر د سختو خبر اترو اعلان وکړ. شولڅ د فونيکس تلويزيوني چېنل ته په بن کې وويل: «اتحادي ګوندونه بايد دې ته ځان آماده کړي چې د ائتلاف په سر خبرې اترې به د ازمايښتي خبرو اترو په څېر هم ډېرې سختې وي.»

د مازديګر ۴ بجې ۵۰ دقيقې ـ د ګوند مشر، مارتين شولڅ د انتظار سره سم د ګوند د مثبتې رايې له کبله خوښ دی. هغه د فونيکس تلويزيوني چېنل ته وويل: «موږ به له دغه سخت بحث وروسته (...) هڅه وکړو چې ګوند سره يو ځای کړو.» د هغه په خبره به هغه له منتقدينو سره په دې اړه وغږيږي.

د مازديګر ۴ بجې ۴۳ دقيقې ـ د لوی ائتلاف جوړېدل په اوسنۍ پرېکړې سره لا نهايي شوي نه دي. سوسيال دموکرات، مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه به اوس په رسمي توګه ائتلافي خبرې اترې پيل کړي. که د حکومت جوړولو تړون بيا رامنځ ته شي، بايد د سوسيال دموکرات بنسټيز پوړ هم ورباندې رايې واچوي. د ګوند له خوا په دغه پرېکړه کې بيا د ګوند څه باندې ۴۴۰ زره غړي وروستی تصميم نيسي. 
د مازديګر ۴ بجې ۳۸ دقيقې ـ لومړي استازي له ګوندي کنګرې څخه په چټکۍ سره د وتلو په حال کې دي.

د مازديګر ۴ بجې ۲۹ دقيقې ـ ګوندي کنګرې د لوی ائتلاف په سر د خبرو اترو په پلويتوب رايې ورکړې دي. ۳۶۲ استازو د هو او ۲۷۹ تنو د نه رايه ورکړه. يوه استازي مستنکفه رايه هم وکاروله.

د مازديګر ۴ بجې ۲۳ دقيقې ـ د لاس په واسطه رايې شمېرل کيږي. اوس به يې نتيجه هم معلومه شي.
د مازديګر ۴ بجې ۱۸ دقيقې ـ لومړۍ عمومي رای ګيرۍ دقيقه پايله نه لرله. اکثريت پکې ونه ليدل شو. اوس بيا رايې ورکول کيږي چې هره رايه به په جلا توګه شمېرل کيږي.

د مازديګر ۴ بجې ۱۲ دقيقې ـ شولڅ د خبرو د پرانيستې فضا له کبله مننه کوي. اوس د ده په خبره «يوه ټاکونکې شېبه» راغلې ده. د سوسيال دموکرات ګوند مشر وايي: «دا بې له شکه زموږ د ګوند په معاصر تاريخ کې يوه کليدي شېبه ده.»

د مازديګر ۳ بجې ۵۱ دقيقې ـ تر اوسه لا په کنګره کې بحثونه روان دي. د غونډې د مديرانو په خبره بايد وروستۍ رايه ګيري د څلورو بجو په شاوخوا کې تر سره شي. 

د مازديګر ۳ بجې ۳۵ دقيقې ـ د ځوانو سوسيال دموکراتانو مشر، کېوين کوينرت، هم د دې اټکل نه شي کولای چې رايه اچونه به څه پايله ولري. هغه د «فونيکس» تلويزيوني چېنل ته وويل «زه يې لا ډېره ناڅرګنده ګڼم». د ده په تصور ډېر استازي لا زړه نا زړه دي.

د ماسپښين ۳ بجې ۱۹ دقيقې ـ د سوسيال دموکراتانو په ګنګره کې اوس راينر هوفمن ته د خبرو وخت ورکړل شو. د آلمان د کارګرانو د اتحاديو د ټولنې مشر د ازمايښتي خبرو اترو پايله يو «قوي بنسټ» بولي، څو د سوسيال دموکرات ګوند او د صنفي اتحاديو تر منځ روابط «ثابت» کړل شي. 

د ماسپښين ۲ بجې ۴۴ دقيقې ـ د آلمان په پارلمان کې د سوسيال دموکراتانو د فراکسيون مشره، اندريا نالس، د ائتلافي حکومت په سر د خبرو په پلويتوب وينا کوي. هغه په زغرده وايي: «زه بيا ځلې ټاکنې نه غواړم.» نالس د ازمايښتې خبرو اترو له پايلې څخه هم دفاع کوي.
د ماسپښين ۲ بجې ۳۵ دقيقې ـ د دويچه ويله خبرياله، زابينه کينکارڅ، د لوی ائتلاف د مخالفينو يو کاغذ موندلی چې پکې د سوسيال دموکرات ګوند د رايو کمېدل او د آلمان له پاره د بديل د ښي اړخي ګوند د رايو ډېروالی ښودل شوی دی. 

SPD Parteitag in Berlin - Andrea Nahles
د آلمان په پارلمان کې د سوسيال دموکرات فراکسيون مشره، اندريا نالسانځور: Getty Images/AFP/O. Andersen
Außerordentlicher SPD-Parteitag Abstimmung über Große Koalition
د رايو د شمېرلو بهير پيل شوی دیانځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld
Außerordentlicher SPD-Parteitag Andrea Nahles und Martin Schulz
د سوسيال دموکرات ګوند مشر، شولڅ، او په پارلمان کې د دغه ګوند د فراکسيون مشره، نالسانځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld
Außerordentlicher SPD-Parteitaga Abstimmung
يوازې ۵۶،۴ سلنه استازو مثبتې رايې وکارولېانځور: Reuters/W. Rattay

په دغه تويت کې علاوه پر دې د مشهور آلماني ليکوال، کورت توخولسکي، يو نقل قول راغلی دی: «يو سوسيال دموکرات ګوند په اتو کلونو کې صفر برياليتوبونه لري. په څو کلونو کې به هغه پوه شي چې تګلاره يې ناسمه ده؟» 

د ماسپښين ۲ بجې ـ د مهالوېش سره سم بايد ګوندي کنګره د مازديګر په ۴ بجو پای ته ورسيږي. بيا به ښايي پايله هم اعلان شي. خو دا چې زيات وخت ته به اړتيا وي که نه، لا څرګنده نه ده.

د ماسپښين ۱ بجه ۱۷ دقيقې ـ اوس کېوين کوينرت خبرې کوي. د ځوانو سوسيال دموکراتانو مشر د لوی ائتلاف د مخالفينو اصلي څېره ګرځېدلې ده. کوينرت وايي چې له انګلا مېرکل سره مشترکات اوس پای ته رسېدلي دي. دی وايي: «چېرته چې مشترکات نه وي، هغه له ځان سره ليکلی هم نه شم.»
د غرمې ۱۲ بجې ۵۸ دقيقې ـ اوس د استازو له خوا نظريات مطرح کيږي. لومړی انيکا کلوزې د برلين د ځوانو سوسيال دموکراتانو په استازيتوب خبرې کوي. هغه وايي: «دغه کاغذ د سياست د بدلون له پاره بنسټ نه دی.» د هغې تاکيد «نه ويلو ته پر زړورتيا» ښودلو دی.
د غرمې ۱۲ بجې ۵۳ دقيقې ـ د خپلې وينا په پای کې شولڅ يو ځل بيا د خپلې تګلارې له پاره بلنه ورکوي او له استازو څخه د ملاتړ هيله کوي. «زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې د ائتلاف په سر د خبرو اترو شروع کول ارزي»، دغه خبره د ګوند مشر وکړه او ويې ويل: «سره له دې چې ټولو هغو اندېښنو ته احترام لرم چې ستاسو له جملې څخه ډېر کسان يې لري، زه ستاسو باور غواړم.» 

Außerordentlicher SPD-Parteitag SPD-Parteivorsitzender Martin Schulz
شولڅ د خپلې سياسي تګلارې له پاره بلنه ورکړهانځور: Reuters/W. Rattay
Berlin Bundesparteitag der SPD
د ځوانو سوسيال دموکراتانو مشر، کېوين کوينرت د لوی ائتلاف د مخالفينو اصلي څېره بلل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler