۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبهریس نیلسون په بوندس لیګا کې د هوفنهایم لوبډلې ۱۸ کلن لوبغاړی دی. نوموړي په خپل قابلیت ښوولو سره په دې لوبډله کې ځانګړی ځای موندلی دی. د انګلستان دغه ځوان لوبغاړي په بوندس لیګا کې په خپل دوهم ګډون سره د نورنبرګ لوبډلې پر وړاندې ډیره ښه لوبه وکړه. نوموړي په څلورو لوبو کې څلور ګلونه وهلي. ریس نیلسون په بوندیس لیګا کې د ځلیدو په درشل کې یو نوی ستوری دی.