1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دېش کې د تښتېدلو روهينګيايانو وضعيت څه ډول دی؟

۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبه

د ۲۰۱۷ کال د اګست په مياشت کې د ميانمار په لويديځ کې ډزې اورېدل کېدې او لوګی هم پورته شو. شپه او ورځ به په زرګونو انسانان په پښو يا په زړو کښتيو کې تښتېدل څو بنګله دېش ته مخه وکړي. يو کال وروسته يې اوس وضعيت څه ډول دی؟

https://p.dw.com/p/33jts
Geflüchtete Rohingya überqueren die Grenze nach Bangladesch
انځور: Reuters/J. Silva

دوی ستړي او ژوبل بنګله دېش ته ورسېدل. د هغوی په منځ کې ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان هم وو. تقريبا ټول مسلمانان د يو څو اوونيو په ترڅ کې له ميانمار څخه بنګله دېش ته وتښتېدل. هغوی هيڅ هم له ځان سره وانه خيستل او تش لاس راغلل، يوازې ناوړه خاطرات يې له ځانه سره راوړي دي. يوه تښتېدلې مېرمن، حسينه، وايي: «له خپل پټنځای څخه به مې ليدل چې زما زوی څنګه هڅه کوله چې وتښتي، خو ډېر عسکر حاضر ول، چې پر ځمکه يې وغورځاوه او بيا يې د اور لبمو ته ورټېله کړ.»

د حسينې مشر زوی وسوځېده او مړ شو، دا له خپل کشر زوی سره وتښتېدله. دا چې دوه نور ماشومان او مېړه يې چېرته دي، ورته معلومه نه ده. مصدقه هم د يو لوی سيند څخه تېره شوې ده. هغه لس کلنه ده او وايي چې عسکرو د دې خور په ډزو ويشتلې ده. «زه ډېره وېرېدلم، هغوی انسانان ټوټه کول. زه له خپل پلار سره بيا وتښتېدمه.»
ملګري ملتونه په ميانمار کې له «دواملرونکي توکميز چاڼ» څخه خبرې کوي او وايي چې دلته «وينه تويه شوې ده» او په «ډله يزه توګه جنسي تېری» شوی دی. سره له دې يې له ميانمار او بنګله دېش دواړو سره د ښه نيت د څرګندولو يو تړون امضا کړی دی. ميامنار وايي چې تښتېدلي کسان بېرته ورستنېدلی شي. خو د کومو شرايطو لاندې؟ آيا ميانمار به روهينګيايان د خپل هېواد د اتباعو په توګه ومني او هغوی پرېږدي چې هلته سوله يز ژوند اختيار کړي؟ دا خبره لا معلومه نه ده او هيڅ کډوال لا په رسمي توګه نه دی ستون شوی. تقريبا يو ميليون روهينګيا کډوال اوس په بنګله دېش کې ژوند کوي، چې اکثريت يې د نړۍ په تر ټولو ستر پنډغالي، په کوتوپالونګ کې، مېشت دي:
سايادور چې د کناراب لپاره يو چوکاټ جوړوي، وايي:
«آيا دغه شکنجه به مو په وطن کې پای ته ورسيږي؟ زه اوس له ۴۵ کلونو راهيسې دغسې ربړونې وينم او له ماشومتوب راهيسې ورسره بلد يم. زه به يوازې هغه وخت بېرته ستون شم، چې دا حالت نور خلاص شي.»

د بارانونو په موسم کې د پنډغالي ډېرې برخې تر اوبو لاندې وي، د خاورو د ښويېدو له کبله کېږدۍ او انسانان هم لاندې کيږي. په لنډ وخت کې به ښايي هيڅوک هم بېرته ميانمار ته ستون نه شي. بر عکس: وار په وار پسې د روهينګيا کډوالو شمېر په زياتېدو دی. د مرستندويو ټولنو په حواله په دغسې بنډغالو کې هره ورځ تقريبا ۶۰ ماشومان هم نړۍ سترګې غړوي.  

Geflüchtete Rohingya im Shamlapur-Lager
يو کال مخکې په زرګونو روهينګيايان په کښتيو کې بنګله دېش ته وتښتېدلانځور: AFP/Getty Images/E. Jones

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.09.2017):