1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنکاک کې بیا اخ او ډب رامنځ ته شوی دی

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د تایلند په پلازمینه بنکاک کې د احتجاجونو په ترڅ کې یو ځل بیا د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. پولیسو د احتجاج کوونکو پر وړاندې له سخت چلند څخه کار اخیستی دی. د دوو تنو د وژل کیدو سربیره ډیر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1BArt
انځور: Reuters

د تایلند په پلازمینه بنکاک کې پولیسو د حکومت د مخالفینو پر ضد پر نوو اقداماتو لاس پورې کړی دي. شاوخوا ۲۵ زره پولیس په دندو گمارل شوي دي چې یو ډیر شمیر احتجاجي کمپونه خالي کړي. د عیني شاهدانو د وینا له مخې پولیسو د احتجاج کوونکو پر وړاندې د ډنډو او اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دي.

ویل کیږي چې احتجاج کوونکو هم له ځانه سره وسلې درلودې. لکه څرنگه چې د دغه هیواد د ملي پولیسو مشر ویلي دي، یو پولیس په سر کې په ډزو سره ویشتل شوی دی. یو ملکي کس په سر کې د ټپونو له امله سا ورکړې ده. د ډاکټرانو د وینا له مخې د حکومت مقر ته څیرمه د اخ او ډب په ترڅ کې ۶۰ کسان د درملنې له پاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۷مه) شاوخوا لسو زرو احتجاج کوونکو یو ځل بیا د حکومت مقر کلابند کړ. پر دې سربیره د بنکاک په شمالي څنډه کې د انرژۍ وزارت هم کلابند شوی دی. په دغه ځای کې د سه شنبې په ورځ پولیسو لږ تر لږه سل تنه چې پکښې د احتجاج کوونکو یو مشر راوي ماشمادول، هم شامل دی نیولي دي. د عیني شاهدانو د وینا له مخې پولیسو دغه کسان له ځان سره د پولیسو یوه ماموریت ته بیولي تر څو له هغوې څخه پوښتنې او تحقیق وکړي.

د تایلند د صدراعظمې ېنگلک شیناوترا د حکومت پر ضد د احتجاجونو د پيل راهیسې چې له څه د پاسه درې میاشتو راهیسې دوام لري، دا لومړی ځل دی چې په دومره ډیر شمیر کې د حکومت مخالف احتجاج کوونکي نیول کیږي. له کابو څلورو اونیو راهیسې د پلازمینې بنکاک په ډیر شمیر برخو کې بیړنۍ حالت دی، چې چارواکو ته د دې اجازه ورکوي چې احتجاج کوونکي ونیسي او پرته له کوم ثبوت څخه یې د اوو ورځو له پاره په توقیف کې وساتي.

په بنکاک کې د حکومت مخالفینو یو ځل بیا په احتجاجونو لاس پورې کړی دی
په بنکاک کې د حکومت مخالفینو یو ځل بیا په احتجاجونو لاس پورې کړی دیانځور: picture-alliance/dpa

دغه احتجاجونه د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ېنگلک شیناوترا د حکومت له لورې د بخښنې د یوې عمومي قانون د رامنځ ته کیدو له امله پیل شول. دغه بخښنې د شیناوترا ورور او پخواني صدراعظم تاکسین شیناوترا ته چې اوس په تبعید کې ژوند کوي بیرته خپل هیواد ته د ستنېدو زمینه برابروله. اپوزیسیون اوسنۍ صدارعظمې شیناوترا ته د خپل ورور د لاس پوڅې په توگه گوري او پر تاکسین شنیاوترا د اداري فساد او رشوت تورونه پورې کوي.

اپوزیسیون د ېنگلک شیناوترا د استعفی غوښتنه کوي. صدراعظمې دغو احتجاجونو ته په کتو سره د فبروري د میاشتې پر دویمه نیټه وخت تر مخه پارلماني ټاکنې تر سره کړې، خو اپوزیسیون هغه تحریم کړې. احتجاج کوونکو شاوخوا ۱۰ زره انتخاباتي مرکزونه وتړل او له دې لارې یې د میلیونونو انسانانو د رایې ورکولو مخه ونیوله. په پام کې ده چې دغه کسان به د اپریل د میاشتې پر ۲۰ او ۲۷ نیټه خپلې رایې وکاروي. د دغه هیواد د ټاکنو کمیسیون غواړي هغه وخت پایلې اعلان کړي چې د ټول هیواد وگړي خپلې رایې وکاروي.