1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په بلخ کې یوه محلي پولیس خپل نهه همکاران وژلي دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په وینا په شمالي ولایت بلخ کې یوه محلي پولیس په یوه پوسته کې خپل نهه همکاران په ډزو وژلي دي. دا په تیرو وختونو کې د داخلي برید په ترڅ کې وروستۍ پيښه ده.

https://p.dw.com/p/353Iy
Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
انځور: DW/M. Wafayee

اسوشیتد پرس خبري آژانس د چهار بولک ولسوالۍ د پولیسو د یوه چارواکي محمد دین خنجر، له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې دغه پيښه کې یو پولیس ټپي شوی هم دی او په خبره یې نور درې نور بیا لادرکه دي.

د خنجر په خبره برید کوونکی د همدغې ولسوالۍ د یوې بلې پوستې سرتیری وو او د پيښې له ځایه تښتیدلی او احتمالا له طالبانو سره یو ځای شوی دی. زیاته شوې ده چې برید کوونکي د پوستې ټولې وسلې هم ضبط کړي دي.

طالبانو د دغه پيښې په هکله کوم غبرګون نه دی ښوولی خو د رپوټونو له مخې په دغه ولسوالۍ کې یاغیان فعاله دي او زیاتره مهال پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.