1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي د يوې طلاقي ښځي پر سر لانجه روانه ده

۱۳۹۰ بهمن ۳, دوشنبه

د بلخ ولایت د استیناف محکمې مخ ته راټولو سويو لاريون کوونکو د هغه ولايت د څارنوالۍ او محکمې چارواکي په بډي اخیستلو او له شرعي قانون څخه په سرغړولو تورن کړل.

https://p.dw.com/p/13oFA
لاريون کوونکي
لاريون کوونکيانځور: DW

د مارمل ولسوالۍ دغه احتجاج کوونکو چي شمېر ئې شاوخوا ۵۰۰ تنو ته رسېدی ويل چي یوه مېرمن چي څه موده وړاندي ئې له خپل مېړه څخه طلاق اخیستی دئ او یو کال ئې هم له دوهم مېړه سره تیر کړی دئ، محکمې اوس پریکړه کړې ده چي دغه مېرمن بیرته هغه لومړي مېړه ته ور په نکاح کړي.

دوی دغه راز د شعارونو او الله اکبر په نارو سره د بلخ ولایت محکمه او څارنوالي په بډو اخیستلو تورنه او د شرعي قانون د نافذولو غوښتونکي شول.

دغو قهر جنو احتجاج کوونکو د یوه پریکړه لیک په ترڅ کي له مرکزي دولت څخه وغوښتل چي د هغي مېرمني غږ واوري چي اوس ئې مسلم حق ترپښو لاندي کيږي.

«دغه لاریون کوونکي هم د سیف الدین نومي پلویان دي»
«دغه لاریون کوونکي هم د سیف الدین نومي پلویان دي»انځور: DW

د بلخ ولایت د استیناف محکمې رئيس فضل الرحمن فضلي که څه هم چي د لاریون کوونکو په وړاندي حاضر نه شو خو له رسنيو سره ئې په خبرو کي د مارمل ولسوالۍ د خلکو دغه ادعاوي په کلکه ردکړې.

هغه له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل چي د حاجي ګل په نوم هغه مېرمن چي د کورنیو ستونزو له کبله له خپل مېړه څخه جلا شوې وه اوس ئې محکمې ته مراجعه کړې ده چي بیرته له خپل مېړه سره یو ځای شي.

«دغو دواړو، مېرمن او مېړه تر اوسه لا د دوهم وار له پاره نکاح نه ده کړې او دغه موضوع تر څېړني لاندي ده.»

نوموړي وویل دغه مېرمن ددې له خوښي پرته په زور او جبر سره د سیف الدین په نوم یوکس ته ور په نامه شوې وه.

«دغه مېرمن په زور سره دغه کس ته ور په نامه شوې وه. خو تراوسه ئې لا نکاح نه ده تړل شوې. دغه لاریون کوونکي هم د سیف الدین نومي پلویان دي چي په سیمه کي ډير نفود لري.»

د بلخ ولایت د استیناف محکمې مشر فضل الرحمن فضلي ددغه ولایت په محاکمو کي د اداري فساد او بډو اخیستلو ادعاوي هم په کلکه رد کړې.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل