1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بغلان کې لا هم جګړه ادامه لري

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې د ادامې رپوټونه ورکول کیږي. په عین وخت کې په کندز کې د یوه ځانمرګي برید خبر هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3OtIF
Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان خبري آژانس د پلخمري ښار د روغتون د رئیس ډاکټر محمد انور وردګ، له قوله لیکلي دي چې د یکشنبې له ورځې راهیسې په پېل شوې جګړه کې د څلورو امنیتي ځواکونو په شمول لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي. د هغه په خبره په دې ترڅ کې ۵۵ تنه نور بیا ټپیان شوي دي چې پکښې ۲۱ امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

تر دې دمخه ځایي چارواکو له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي وو چې جګړه د پلخمري ښار په لس کیلومترۍ کې ادامه لري. طالبانو د یکشنبې په نیمه شپه د بغلان ولایت پر مرکز پلخمري باندې حمله وکړه. د ځایي چارواکو په وینا هغوی د «بند کرکر او بند دو» پر سیمو باندې برید کړی وو.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وایي، چې د تیرې شپې په لسو بجو د «بند کرکر» سیمه له طالبانو پاکه شوې ده. په دغه نښته کې دواړو لورو ته زیان اوښتی دی. د بغلان د پولیسو ویاند وویل: «د طالبانو ۴۹ تنه وژل شوي، ۳۱ یې ټپیان او درې یې نیول شوي دي.» بشارت دا خبره تائید کړه چې افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د تلفاتو د شمیر په هکله یې څه ونه ویل. هغه د درې ملکیانو د وژل کیدو خبره هم وکړه.

احمد جاوید بشارت وویل چې په ځینو سیمو کې موبایلونه کار نه کوي او یوازې د ښار په دننه کې ارتباط نیول امکان لري، نو له دې کبله د امنیتي ځواکونو د تلفاتو دقیق ارقام په لاس کې نه لري. هغه زیاته کړه: «طالبانو د کرکر په سیمه کې د خلکو له کورونو او هستوګنځایو د سنګر په توګه استفاده کوله او هغه کسان به برمته نیول کیدل چې د کورونو دروازې به یې نه پرانیستې.»

د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف، د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د ښار د شمالي برخې په اووه یا اته کیلومترۍ کې طالبان اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. د هغه په خبره اوسمهال په پلخمري کې یوازې یوه تلیفوني شبکه فعاله ده.

په ورته وخت کې د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي له قوله لیکلي چې د کندز په ښار کې د لویې لارې په ساتونکي ځواک باندې د ځانمرګي برید په پایله کې شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره په مذاکراتو بوخت دي، په وروستیو کې یې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی.