1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا کې د موندل شوو مړو په منځ کې ښايي ويتناميان هم وي

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

بريتانيا يو ۲۵ کلن سړی په يوه لارۍ کې د ۳۹ موندل شوو مړو د قتل په تور نيولی دی. مخکې ويل شوي وو چې دغه موندل شوي مړي ټول چينايان دي، خو اوس ځينو ويتنامي کورنيو هم د خپلو خپلوانو د لادرکه کيدو په اړه انديښنې ښکاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/3S1Ws
Großbritannien Grays 39 Tote in Container entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/empics/S. Rousseau

لږ تر لږه دوو ويتنامي کورنيو اوس خپلې انديښنې ښکاره کړي چې په عين وخت کې د بريتانيا پوليس په دې هڅه کې دي چې د مړو هويت معلوم کړي.

د رپوټونو په حواله، د بريتانيا پوليسو آن د تيرې اوونۍ په سر کې هغه مهال چې په لارې کې يې ۳۹ جسدونه وموندل، ويلي وو چې د لارۍ چلونکی يې د قتل په تور نيولی دی.

چارواکو د شنبې په ورځ ويلي وو چې د شمالي ايرلند اوسیدونکی ۲۵ کلن ماوريس آر. د ۳۹ کسانو د قتل، غيرقانوني مهاجرت، انساني قاچاق، او د پيسو سپينولو له جرمي قضاياو سره مخ دی. ويل شوي چې هغه به د همدغو تورونو په تړاو د دوشنبې په ورځ په محکمه کې راڅرګند شي.

د پيښې په تړاو څلور نور کسان هم په داسې حال کې نيول شوي چې د بريتانيا پوليس لا هم د قربانيانو د هويت پر تشخيصولو بوخت دي.

په سر کې پوليس په دې باور وو چې قربانيان ټول چينايان دي، خو وروسته له هغې چې وويل شول په قربانيانو کې ښايي ځينې ويتناميان هم وي، پوليسو د هويت پيژندنې چارې جاري وساتلې.

تر اوسه لږ تر لږه دوو ويتنامي کورنيو د خپلو خپلوانو د لادرکۍ په اړه انديښنې ښکاره کړې چې کيدای شي هغوی هم د موندل شوو ۳۹ مړو په ډله کې وي. په اړه يې ويل شوي چې هغوی له ځانه سره جعلي چينايي پاسپورټونه ليږدول.

Bild von Anna Bui Thi Nhung, einer Vietnamesin
د ويتنامې ميرمنۍ آنا بويي تهي نهونګ انځور چې ګمان کيږي د قربانيانو په ډله کې به ويانځور: Reuters/Kham

په لندن کې د ويتنام سفارت ويلي دي چې يوې ويتنامۍ کورنۍ ورسره اړيکې نيولې او معلومات يې ورکړي چې لور يې له هغه وخته چې په لارۍ کې مړي موندل شوي لادرکه ده.

د يوه ويتنامي پلار اندېښنه

يو ويتنامي پلار، ګيا، د فرانسې خبري آژانس ته ويلی دی ويره لري چې ۲۰ کلن زوی يې د مړو په ډله کې وي. هغه اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې له تيرې اوونۍ راهيسې بيا نه دی بريالی شوی چې له خپل زوي «نگوین دین لوونگ» سره اړيکه ولري. ګيا وویل چې زوی يې په ۲۰۱۷م کال کې روسيې ته د کار له پاره لاړ او هلته په اوکراين کې اوسيده چې بيا تر ۲۰۱۸م کال پورې په غيرقانوني توګه فرانسې کې ميشت وو او د ۲۰۱۹ کال په اپريل کې آلمان ته راغی. دغه ويتنامي پلار وويل چې څو ورځې مخکې يې له زوی څخه په یوه ټيلفوني اړيکه کې واوريدل چې ويل يې: «مهربانۍ وکړئ له موږ سره مرسته وکړئ، بده پيښه رامنځ ته شوې ده.» ګيا وويل چې تر دغو خبرو اوريدو وروسته پر ځمکه ولويدم. هغه وايي له دې څخه داسې ښکاري چې زوی يې په هماغه لارۍ کې وو چې دغه پېښه پکې رامنځ ته شوې.

د لادرکه شوو ويتنامي اتباعو کورنيو د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې سيميزو پولیسو د مړو د هويت تشخيصولو له پاره د ډي ان آی DNA تيستونو له پاره د دوي وينې اخیستي دي.

ناتائيد شوي رپوټونه وايي چې کيداي شي په موندل شوو کسانو کې تر لسو پورې يې ويتناميان وي. شپږو ويتنامي کورنيو چې له بي بي سي سره يې خبرې کړي، په دې باور دي چې لادرکه شوي خپلوان يې د هغو ۳۹ مړو په ډله کې دي چې د تيرې چهارشنبې په ورځ د بريتانيا پوليسو يې جسدونه په يوه کانتينري لارۍ کې موندلي وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چونګې د جمعې په ورځ په بيجينګ کې ويلي وو چې بريتانيا تر اوسه پورې د قربانيانو هويت په رسمي توګه نه دی تصديق کړی. هغې زياته کړه دوی هم د پيښې له ورځې راهيسې د بلجيم له پوليسو سره خپل تحقیقات پیل کړي دي، ځکه په کومه لارۍ کې چې دغه مړي موندل شوي، له بريتانيا څخه د بلجيم زيبروګ بندر ته استول شوې وه.

آژانسونه/م ک ص/ ن ص