1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې غونډه کوي، څو امنیتي چلينجونو باندي بحثونه وکړي. په دې غونډه کې د یو شمیر امنیتي مسایلو په هکله د بحثونو سربیره په افغانستان کې د بې ثباتۍ پر دوام هم بحث کيږي.

https://p.dw.com/p/39QcV
Brüssel Jens Stoltenberg, NATO-Generalsekretär
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/D. Aydemir

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر څلورمه) د ناټو سازمان له خپلو دوو نزدې شریکانو ګورجستان او اوکراین له چارواکو سره وویني. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي: «دغه دواړه [هیوادونه] د روسیې له لوري له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ دي او موږ به د دغو دواړو هیوادونو عملي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکړو.»

د آزوف سمندرګي ته څیرمه د روسیې له لوري د اوکراین پر وړاندې د پوځي زور زیاتي په پام کې نیولو سره د ناټو متحدینو پر روسیې غږ کړی دی چې د اوکراین نیول شوي بیړۍ چلونکي او نیول شوې کښتۍ آزادې کړې او په نړیوالو اوبو کې آزادې بیړۍ چلونې او د اوکراین بندرونو ته لاس رسي اجازه ورکړي.

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان موضوع هم ځای لري. د دغې غونډې د دوهمې ورځې په پای کې به ټول هغه هیوادونه چې د ناټو په قاطع ماموریت، کې همکاري کوي بحثونه وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي دي: «موږ باید دا خبره یقیني کړو چې دغه هیواد بیا هیڅکله د نړیوالو ترهګرو په پټنځای باندې نه اوړي.»

ستولتنبرګ زیاته کړه چې ناټو له افغانستان سره د ځواکونو د زیاتولو او مالي مرستې له لارې خپل ملاتړ زیات کړی دی.

په پام کې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیو د منع کیدو پر تړون (آی ان اف) هم بحث وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، په دې هکله ویلي دي: «دغه تړون د وسلو بشپړه کتګوري له منځه وړي، خو د روسیې له لوري له خطر سره مخامخ دی.» هغه دې ته اشاره وکړه چې روسیې داسې توغندي تولید او ځای پر ځای کړې دي چې «د لږ یا هیڅ خبرداري پرته اروپایي ښارونو ته رسیدی شي.»

ستولتنبرګ وویل چې امریکا متحده ایالات په بشپړ ډول د آی ان اف، تړون سره موافقه دي: «په اروپا کې نوي امریکایي توغندي نه شته، خو د روسيي هغه بیا شته.»

همداشان په پام کې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د منځني ختیځ او شمالي افریقا له لوري د نویو رامنځ ته کیدونکو ننګونو په هکله هم بحثونه وکړي. اټکل کیږي چې ناټو به په دغه سیمه کې د خپلو شریکانو د ملاتړ پر موضوع هم بحث وکړي.

ستولتنبرګ په دې هکله ویلي دي: «موږ به د عراق په هکله هم بحثونه وکړو، چیرې موږ د ځایي ځواکونو په روزولو کې مرسته کوو او زموږ متخصصین د دفاعي روزنیزو تأسیساتو په جوړولو کې مرسته کوي.»

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۵مه) به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د ختیځ بالکان په هکله خبرې وکړي، چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئوله فدریکا موګیرنې به پکښې هم ګډون وکړي. په دغه غونډه کې به د ناټو د غړیتوب له پاره د مقدونیه پرمختګونو او همداشان له بوسنیا او هرزګوینا سره د دغه ائتلاف د اړیکو په هکله خبرې وشي.