1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلين کي د خونړۍ پېښي په اړه خواشيني

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل په برلين کي د کريسمس پر بازار موټري يرغل يو «بې رحمانه او د نه درک وړ عمل» وباله. په دغه پېښه کي ۱۲ کسان ووژل سول او ۴۹ کسان ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/2Uafe
Deutschland Merkel Statement zum Anschlag in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

د جرمني صدراعظمي مېرمن انگلا ميرکل د دوشنبې په ورځ ماښام په برلين کي د کريسمس پر يوه بازار د لارۍ موټر تر يرغل وروسته نن سه شنبه په برلين کي وويل: «د تراوسه معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي دا دي يو تروريستي يرغل وي.»

هغې زياته کړه: «دا د جرمني له پاره ډېره سخته ورځ ده.» ميرکل په يوه وينا کي وويل چي دا اوس تر ټولو لومړی په دغه پېښه کي د قربانيان او ټپيانو په اړه فکر کوي. ټول هيواد په غم کي شريک دئ.

ميرکل دغه راز له پوليسو، اور وژني څانگي، ډاکټرانو او روغتياپالو څخه د هغوی د فعاليت مننه وکړه. ميرکل وويل چي دا د پيښي په اړه پر پلټونکو باندي باور لري چي د دغي پيښي حقيقت به ومومي. هغې وويل چي دغه «بې رحمانه او د نه درک وړ عمل» دې ته سخت ټکان ورکړی دئ. د پيښي عامل به سخت مجازات سي: «داسي سخت چي زموږ قانون ئې غواړي».

خو ميرکل ټينگار وکړ: «موږ دا منلای نه سو چي د شر له ويري دي د کريسمس بازراونو ته ولاړ نه سو.»

د وروستيو معلوماتو له مخي د دغه احتمالي تروريستي بريد په تور يو کس نيول سوی چي وايي مهاجر دئ. د جرمني خبري آژانس «ډي پي آې» د امنيتي سرچينو په حواله راپور ورکړی دئ چي دغه کس له پاکستانه راغلی دئ. خو تر اوسه پوري لا دقيق روښانه نه ده. ځکه د دغه کس دوه نومونه او دوې جلا جلا د زېږېدو نېټې ثبت سوي دي.

تر دې مخکي ويل کېده چي د دغي پېښي په تړاو نيول سوی تورن کس افغان يا پاکستانی دئ.